روسیې د افغانستان په ګډوډ حالت نیوکه وکړه
نووستي خبري اژانس راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په افغانستان کښې د القاعده او د داعش په شمول د نړیوالو ترهګرو ډلو لا فعالیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ د اوکراین په شمول په دنیا کښې د نورو جنګونو شتون د افغانستان د حالاتو اهمیت نه دی کم کړی.
هغه د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د امنیتي چارواکو په پینځمې غونډې کښې د ګډون کونکو هیوادونو د امنیت شورا له سیکرټرانو سره په پرونۍ غونډې کښې وویل له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو له تښتیدا وروسته له بده مرغه د افغانستان حالت له مخکې څخه ښه نه دی شوی.
د القاعده او د داعش په شمول نړیوالې ترهګرې ډلې د خپل بالقوه توان د زیاتیدا په حال کښې دي.
د روسیې ولسمشر پوتین د ماسکو لپاره د افغانستان د اهمیت په زیاتیدا باندې ټینګار سره وویل د روسیې او د افغانستان چارواکو له یوبل سره تماس ټینګ کړی او په دغه هیواد کښې د اقتصادي پروژو د اجرا لپاره یو شمیر پروګرامونه شته.
د روسیې د امنیت شورا سیکرټر نیکلای پاتروشیف هم یادونه وکړه چې د افغانستان اوسني چارواکي اوس هم په هیواد کښې د امریکا د پوځیانو د شتون له پایلو سره لاس او ګریوان دي او په اقتصادي او ټولنیزو حوزو کښې حالت په چټکۍ سره په خرابیدا دی.