اټومي تړون تراوسه نه دی مړ شوی
اسپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی د روسیې د خارجه وزیر مرستیال سرګي ریابکوف ټینګار وکړ اټومي تړون تراوسه نه دی مړ شوی او د اټومي موافقې لپاره هیڅ معقول او منطقي ځاې ناستی هم نشته.
هغه پرون په ماسکو کښې په یوه خبري کانفرنس کښې دغه خبره وکړه.
په ویانا کښې د میاشتو میاشتو د خبرواترو تجربې ښودلي ده چې امریکا د خپلو کورنیو مشکلاتو او د صهیونیسټ رژیم د دباو په دلیل اټومي موافقې ته د بیرته ستنیدا لپاره د فیصلې د ترسره کولو قدرت نلري او له دې کبله د ایران د ګرم ښودلو او د ایران پرضد د جعلي الټي میټمونو د ټاکلو تاکتیک ته یې مخه کړي ده.
د ایران اسلامي جمهوریت په ځلونو ویلي دي که چیرې امریکا له حقیقت څخه ډک چلند وکړي نو په ویانا کښې اټومي تړون ته د رسیدا امکان شته.
ایران داسې موافقه غواړي چې اکثره بایکاټونه دې ختم شي او سیمه هم د دغو بایکاټونو له اجرا کیدا څخه ګټه پورته کړي.