چین د امریکې د دفاع وزیر غوښتنه رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i127730-چین_د_امریکې_د_دفاع_وزیر_غوښتنه_رد_کړه
د چین دفاع وزیر د امریکې د پوځ د جنګي الوتکې له خوا د چیني بالون له نسکوریدو وروسته، د خبرواترو لپاره د خپل امریکايي همرتبه غوښتنه رد کړه
(last modified 2023-02-10T23:29:33+00:00 )
Feb 11, 2023 03:57 Asia/Kabul
  • چین د امریکې د دفاع وزیر غوښتنه رد کړه

د چین دفاع وزیر د امریکې د پوځ د جنګي الوتکې له خوا د چیني بالون له نسکوریدو وروسته، د خبرواترو لپاره د خپل امریکايي همرتبه غوښتنه رد کړه

د چین دفاع وزیر د امریکې د پوځ د جنګي الوتکې له خوا د چیني بالون له نسکوریدو وروسته، د خبرواترو لپاره د خپل امریکايي همرتبه غوښتنه رد کړه

تیره شنبه امریکې د دغه هیواد په ختیځو سواحلو کښې په ایف-۲۲ ډوله جنګي الوتکې سره چینايي بالون نسکور کړ. په داسې حال کښې چې امریکایانو دغه بالون جاسوسي بللی دی، چین وايی چې هغه یې د موسمیاتو په لړ کښې د علمي تحقیقاتو لپاره په اسمان کښې الوزولی و.

د چین د دفاع وزارت ویاند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پينټاګان له خوا د خبرواترو د غوښتنې د ردولو خبر خپور کړ.

هغه د دغه بالون نسکورول یو غیرمسئولانه کار او ستره تیروتنه وبلله او زیاته یې کړه: د امریکې دغه اقدام د دواړو هیوادونو د پوځونو ترمینځ د خبرواترو او د نظر د تبادلې زمینه خرابه کړې ده.