یوې میرمنې پینځه ماشومان وزیږول
زمونږ خبریال راپور راکړی په پولینډ کښې یوې میرمنې د ویلنټائنز په ورځ پینځه بچیان وزیږول.
د پولینډ میرمنه ډومنیکا کلارک چې خاوند یې د بریتانیا ښاریز دی له مخکې څخه اوه بچیان لري چې عمرونه یې له لسو میاشتو رانیولی تر دولسو کلونو پورې دي.
د پولینډ دغه ښاریزې میرمن ډومنیکاکلارک په کراکوف ښار کښې په یوه روغتون کښې دغه ماشومان زیږولي دي او هغې له خپل انګریز خاوند سره یوځاې له رسنیو سره په مرکه کښې وویل مونږ د اتم ماشوم د راتلو په تمه وو خو پینځه بچیان مې وزیږول.
دغه پینځه نوزیږي ماشومان د سا په اخیستلو کښې مشکل لري او هغوې ته اوس اکسیجن ورکول کیږي.
په دغو پینځو نویږو کښې درې انجلۍ او دوه هلکان دي او نومونه یې هم اریانا ، ایلزبت ، ایونجلین، چارلس او هینري کیښودل شوي دي.
ډومنیکا کلارک دغه کار یوه معجزه بللي ده ځکه چې د روغتون مسوولانو ویل په پنځوسو میلیونو میرمنو کښې یوه ښځه پینځه بچیان زیږولي شي.