څلور روسیې الوتکې د امریکا په فضايي حریم کې
Feb 15, 2023 14:10 Asia/Kabul
د روسیې څلور جنګي الوتکې د امریکا فضایي حریم ته تر داخلېدو وروسته د امریکا هوایي ځواک له لورې ویستل شوي دي.
څلور روسیې الوتکې د امریکا په فضايي حریم کې
د روسیې څلور جنګي الوتکې د امریکا فضایي حریم ته تر داخلېدو وروسته د امریکا هوایي ځواک له لورې ویستل شوي دي.
د شمالي امریکا د فضایي دفاع قوماندانۍ په یو ټویټ کې ویلي چې روسیې څلور الوتکې د فبرورۍ په دیارلسمه د دوی لخوا تعقیب، کشف او وپېژندل شوې چې په کې Tu-95 Bear بم غورځوونکې او Su-35 جنګي الوتکې شاملې وې.
دوی زیاته کړې، د روسیې الوتکې د الاسکا د هوایي دفاع په سیمه کې وې، کانډا او امریکا ته ندې داخلي شوې.
د فاکس نیوز په وینا، له 2007 راهیسې په کال کې 6-7 ځله د شمالي امریکا نړیوال هوایی حریم کې روسیې الوتکې مداخله کوي.
ټیګونه