ایټالیا کښې دوه زره کلن هال کشف شوی
زمونږ خبریال راپور راکړی د اروپا په یوه هیواد ایټالیا کښې د لرغونو ځایونو او اثارو کارپیژاندو همدا اوس یو داسې زوړ دوه زره کلن هال کشف کړی دی چیرې به چې د روم لومړي باچا اګسټس او پوځیانو پارټیانې یعنې میلې کولې.
ویل کیږي چې باچا او د هغه عسکرو به به دغه زاړه هال کښې مراسم کول او دغه هال د اورینټل یونیورسټي اف نیپلز نوم د پوهنتون محققانو کشف کړی دی.
دا له میلاد څخه مخکې په لومړۍ پیړۍ کښې د ایټالیا د یوه سیاستوال ویډیو پولیون د سمندر غاړې ته پروت کور و.
په پوسیلیپو سیمه کښې د غره په یوې څوکي باندې دغه هال د مراسمو د ترسره کیدا لپاره مشهور و او په دغو مراسمو کښې د روم لومړي باچا اګسټس هم ګډون کاوه.
د ایټالیا د لرغونو اثارو محققانو وویل په دغه لرغوني هال کښې د تورو او د سپینو موزیکو یعني ټائیلونو ښکلي قالین اچول شوي ده.
محققانو وویل د هال د پاسه حمام شته او د هال په هکله دغه خبره ایشوا شوي ده چې دغه ځاې د دوهم نړیوال جنګ په وخت د وسلو د ساتلو لپاره کارول کیده.
په دغه هال کښې د تیګو په فرش باندې د یونان په روده د دوو زرو کسانو ظرفیت لرونکي تئاتر هم جوړ کړی شوی دی چې ترې د سمندر نظاره کیدلای شي.
په دې سربیره یوه بله ودانۍ شته چې د موسیقۍ د غږولو لپاره استعمالیدله.