لویدیځ هیوادونه د اوکراین د جنګ مسوول دي
فارس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د جنګ د لومړۍ کلیزې په درشل کښې په یوې ټیلي ويژني وینا کښې وویل لویدیځ هیوادونه په اوکراین کښې د جنګ د پیلولو اصلي عوامل دي.
پوتین د اوکراین د جنګ د لومړۍ کلیزې په درشل کښې د روسیې د لوړرتبه چارواکو په شتون سره په ټيلي ويژني وینا کښې د اوکراین او د روسیې په هکله د لویدیځو هیوادونو د دریځونو په غندلو او د اوکراین په چارو کښې د امریکا او د اروپايي هیوادونو لاسوهنو ته په اشارې سره وویل لویدیځ هیوادونه حتی په اوکراین کښې د جنګ له پیلولو څخه مخکې کي یف ته د توغندوي سیسټمونو د استولو په حال کښې وو.
ولادیمیر پوتین په اوکراین کښې د روسیې د ځانګړیو پوځي عملیاتو په هکله هم وویل دغه پوځي عملیات د ماسکو د ګټو د ساتلو لپاره ترسره شوي دي.
هغه په دغه ټيلي ويژني وینا کښې لویدیځ هیوادونه په ریاکارۍ تورن کړل او ویې ویل ماسکو حتی په اوکراین کښې د پوځي عملیاتو له پیلولو مخکې له لویدیځو هیوادونو سره خبرو اترو ته چمتو و خو روسیه د لویدیځو هیوادونو له ریاکارۍ او بې تفاوتۍ سره مخامخ شوي ده.
ولادیمیر پوتین وویل روسیې د دونباس سیمې د مسلې په سوله ئیز ډول د حل کولو هڅه وکړه خو د لویدیځو هیوادونو د مشرانو ژمنې دروغ وې ځکه چې اروپايي هیوادونو د اوکراین ځواکونو ته پوځي روزنې ورکولې او هغوې ته یې وسلې ورکولې او حتی په اوکراین کښې د روسیې د ځانګړيو پوځي عملیاتو له پیلیدا مخکې اوکراین او لویدیځو هیوادونو د وسلو د برابرولو په هکله خبرې کړي وې.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د لویدیځو هیوادونو د ماسکو ضد د سیاست هدف په اروپا کښې د جنګ پیلول او د سیالانو حذفول وباله او ویې ویل لویدیځو هیوادونو تراوسه په اوکراین کښې د جنګ په پلمه دغه هیواد ته د یوسل پنځوس میلیارډو ډالرو په ارزښت وسلې او پوځي تجهیزات ورکړي دي.