د روسیې عسکرو د اوکراین ۲۱۰ پوځيان وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i128486-د_روسیې_عسکرو_د_اوکراین_۲۱۰_پوځيان_وژلي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې دفاع وزارت په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې په دونتسک سیمه کښې د ماسکو په ځانګړیو پوځي عملیاتو کښې د اوکراین د څه د پاسه دوه سوه لسو عسکرو د وژل کیدا خبر ورکړ.
(last modified 2023-02-23T21:40:38+00:00 )
Feb 24, 2023 01:54 Asia/Kabul
  • د روسیې عسکرو د اوکراین ۲۱۰ پوځيان وژلي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې دفاع وزارت په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې په دونتسک سیمه کښې د ماسکو په ځانګړیو پوځي عملیاتو کښې د اوکراین د څه د پاسه دوه سوه لسو عسکرو د وژل کیدا خبر ورکړ.

د روسیې دفاع وزارت وویل په تیرو  څلرویشتو ساعتونو کښې په  دونتسک سیمه کښې د ماسکو په ځانګړیو پوځي عملیاتو کښې د اوکراین شپږ جنګي زغرګاډي ، څلور نور ګاډي ، د ګراډ د توغندیو د ویشتلو یو سیسټم او د امریکا جوړ څو هویټزر توپونه له نورو مهماتو او وسلو سره یوځاې له مینځه یوړل شول.

د روسیې دفاع وزارت وویل د دوې ځواکونو په تیرو  څلرویشتو ساعتونو کښې په خرسون سیمه کښې په عملیاتو کښې د اوکراین د پوځ یوه  بله جنګي الوتکه هم نسکور کړي ده.