د ودګني غوښتنه د ناوي د انکار سبب شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i128538-د_ودګني_غوښتنه_د_ناوي_د_انکار_سبب_شوه
زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان یوه ودګني د واده د مراسمو په وخت داسې غوښتنه وکړه چې ناوي جنج یعني ورا ستنه کړه.
(last modified 2023-02-25T04:43:32+00:00 )
Feb 25, 2023 09:09 Asia/Kabul
  • د ودګني غوښتنه د ناوي د انکار سبب شوه

زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان یوه ودګني د واده د مراسمو په وخت داسې غوښتنه وکړه چې ناوي جنج یعني ورا ستنه کړه.

په هندوستان کښې د ودګني لخوا د جهیز د غوښتنې په وجه ناوي له واده څخه بیخي انکار وکړ او جنج یعني ورا یې خالي لاس ستنه کړه.

دغه پیښه د هندوستان په هیماچل پردیش صوبې کښې په بنګانا ښار کښې هغه وخت رامینځته شوه کله چې ودګنی له جنج سره یوځاې د ناوي له مور او پلار څخه وغوښتل چې ده ته په جهیز کښې یو ګاډی ورکړي.

ودګني د ناوي له مور او پلار څخه د زیاتو پیسو او دغه راز د سرو زرو غوښتنه هم وکړه.

د ودګني د دغو غوښتنو په اوریدو سره د ناوي مور او پلار بیخي وارخطا شول خو ناوي حوصله له لاسه ورنکړه او هغې له واده څخه کلک انکار وکړ چې له کبله جنج خالي لاس ستون شو.

د ناوي د خور په غوښتنه د ودګني او د هغه د مور او پلار پرضد د جهیز د غوښتنې په وجه محکمې ته درخواست ورکړل شوی.