د سویډن کمپنۍ د هوا لومړنی بیګ جوړ کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i128540-د_سویډن_کمپنۍ_د_هوا_لومړنی_بیګ_جوړ_کړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د سویډن هیواد یوه شرکت د موټر سائیکل چلونکو لپاره د نړۍ لومړنی هوا بیګ یعني ایر بیګ معرفي کړی دی.
(last modified 2023-02-25T04:54:36+00:00 )
Feb 25, 2023 09:09 Asia/Kabul
  • د سویډن کمپنۍ د هوا لومړنی بیګ جوړ کړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د سویډن هیواد یوه شرکت د موټر سائیکل چلونکو لپاره د نړۍ لومړنی هوا بیګ یعني ایر بیګ معرفي کړی دی.

 د سیکنډنیوي هیواد سویډن د« موسائیکل» په نوم شرکت همدا اوس لومړنی ایر بیګ جینز معرفي کړی دی چې له کبله یې د ټرافیکي پیښې په وخت د موټر سائیکل چلونکي د بدن لاندې برخه یعني پیښې او زنګون وغیره له ژوبلیدا څخه بچ کیږي.

د سویډن دغه شرکت وویل د موټرسائیکل سپارو کسانو د حفاظت لپاره په دغه ایر بیګ کښې داسې شیان کارول شوي دي چې پکښې هوا اچول کیږي او په دغه بیګ کښې نور هیڅ نوی شی نشته.

دغه ایربیګ له فیبرک امالیته څخه جوړ دی چې په لیدو سره د حقیقي ډینم په شان ښکاري خو په اصل کښې هغه واټر پروف دی یعني اوبه نه ورننوځي او له ګوزار خوړلو د ساتلو ایر بیګ دی چې د ټرافیکي پیښې په وخت د انسان د بدن لاندنۍ برخه محفوظه ساتي.