امریکا په چین کښې د کورني جنګ هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i128726-امریکا_په_چین_کښې_د_کورني_جنګ_هڅه_کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بیلاروس ولسمشر لوکا شنکو وویل امریکا نیت لري په چین کښې کورنی جنګ پیل کړي.
(last modified 2023-02-28T05:06:35+00:00 )
Feb 28, 2023 09:33 Asia/Kabul
  • امریکا په چین کښې د کورني جنګ هڅه کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بیلاروس ولسمشر لوکا شنکو وویل امریکا نیت لري په چین کښې کورنی جنګ پیل کړي.

ټاکل شوي ده چې د بیلاروس ولسمشر لوکاشنکو نن چین ته ورشي او د مارچ د میاشتې تر دوهمې نیټې پورې هلته پاتې شي.

لوکاشنکو پرون په امریکا تور ولګاوه چې د چین او د اروپايي هیوادونو ترمینځ اختلاف رامینځته کوي چې چین د دنیا د دوهم اقتصاد په توګه کنټرول کړي او په دغه هیواد کښې کورنی جنګ رامینځته کړي.

هغه بیلاروس په اروپا کښې د جین یوازنی متحد وباله او ټینګار یې وکړ د مینسک او د پیکینګ دوستانه اړیکې به په راتلونکو لسیزو او حتی زما له ولسمشرۍ وروسته هم هماغه راز دوام ولري.

د بیلاروس ولسمشر لوکاشنکو ټینګار وکړ چین د دې جوګه دی چې د امریکا په مقابل کښې انډول رامینځته کړي او د څو قطبي نړۍ د نظم له ټینګیدا سره مرسته وکړي.

هغه مخکې هم ویلي وو چې نن سبا د چین له ګډون پرته په نړۍ کښې هیڅ مشکل نه حل کیږي او که چیرې نړۍ د چین دریځ ته غوږ وانه چوي نور جدي پایلې به ولري.

بل خبر دا چې د جنوبي کوریا دفاع وزارت د وسلو د ترلاسه کولو لپاره د اوکراین غوښتنه رد کړه او ویې ویل سئول به له خپل دریځ څخه شاتګ ونکړي.

د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخایلو پودلیاک تیره اوونۍ ادعا کړي وه چې کي یف د وسلو د ترلاسه کولو لپاره له جنوبي کوریا سره د سلامشورې په حال کښې دی.