امریکا په اوکراین کښې کیمیاوي حمله کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i128728-امریکا_په_اوکراین_کښې_کیمیاوي_حمله_کوي
فارس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې دفاع وزارت خبرداری ورکړ چې امریکا په اوکراین کښې د یوې کیمیاوي حملې د پلانولو په حال کښې ده.
(last modified 2023-02-28T05:41:26+00:00 )
Feb 28, 2023 10:07 Asia/Kabul
  • امریکا په اوکراین کښې کیمیاوي حمله کوي

فارس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې دفاع وزارت خبرداری ورکړ چې امریکا په اوکراین کښې د یوې کیمیاوي حملې د پلانولو په حال کښې ده.

د روسیې چارواکي وايي امریکا د کیمیاوي موادو وړونکي زغرګاډي اوکراین ته ورسپارلي دي او د دونتسک جمهوریت کراماتورسک سیمې ته یې کیمیاوي مواد استولي دي او لویدیځ هیوادونه په دغه سیمه کښې د لسمونکو اقداماتو ترسره کولو ته  چمتو دي.

د روسیې د دفاع وزارت د بایلوژیکي او د کیمیاوي وسلو او د وړانګو په مقابل کښې د ځواکونو د ساتنې مشر ایګور کریلوف وویل لویدیځ هیوادونه د کورونو د مصالحو تر پوښښ لاندې اوکراین ته مهمات استوي او ناټو اوکراین ته شپږ زره ډوزه زهرجن مواد ورکوي.