ډيپلوماسۍ تر ټولو ښه لاره ده
Mar 02, 2023 02:52 Asia/Kabul
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس په دې ادعا سره چې ډيپلوماسۍ اټومي وسلو ته د رسیدا د مخنیوي لپاره تر ټولو ښه لاره ده یوځل بیا ادعا وکړه چې ټولې لارې پر میز پراتې دي.
هغه پرون د ایران د اټومي پروګرام او په ویانا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د بایکاټونو د ختمولو د خبرو اترو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل ډيپلوماسۍ اټومي وسلو ته د ایران د رسیدا د مخنیوي تر ټولو ښه لاره ده خو ټولې لارې پر میز شته.
نیډ پرایس د ایران پرضد د بې اساسه تورونو په تکرارولو سره وویل مونږ اټومي وسلو ته د ایران د رسیدا د مخینوي لپاره خپلې ارادې ته ډیر پاې بنده یوو.
ټیګونه