په جنوبي ایتهوپیا کښې د غټ خیټو فیسټیوال ترسره کیږي
Mar 05, 2023 08:34 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د افریقا د لوې وچې په جنوبي ایتهوپیا کښې یوه داسې قبیله شته چیرې چې هر کاله د غټو خیټو د کسانو د سیالۍ مراسم ترسره کیږي.
په دغو مراسمو کښې د تر ټولو غټې خیټې کس بریالی بلل کیږي.
په دغو مراسمو کښې د ګډون کولو لپاره خلک تر شپږو میاشتو پورې هڅه کوي چې خپلې خیټې غټې کړي.
د جنوبي ایتهوپیا په « اومو» سیمه کښې د سترو خیټو کسان اغیزشیندونکي او جذاب بلل کیږي.
د جنوبي ایتهوپیا د «بودي »نوم قبیله د کرهڼې او د څارویو د ساتلو پیشه لري او دوې په کائل نومې فیسټیوال کښې د سترو خیټو جشن لمانځي.
په دغه فیسټیوال کښې د تر ټولو سترې خیټې سړی تر ټولو چاق سړی بلل کیږي او د قبیلې ټول خلک د ژوند تر اخره د هغه عزت کوي.
ټیګونه