ځنګل کښې سړي یودیرش ورځې چینجي خوړل او ژوند پاتی شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i128980-ځنګل_کښې_سړي_یودیرش_ورځې_چینجي_خوړل_او_ژوند_پاتی_شو
زمونږ خبریال وايي د جنوبي امریکا د یوه هیواد بولیویا ښاریز د برازیل هیواد په ایمازون ځنګلونو کښې په بې درکه کیدا سره تر یودیرشو ورځو پورې د حشراتو او د چینجیو په خوړلو سره خپل ځان ژوندی وساته.
(last modified 2023-03-05T04:23:55+00:00 )
Mar 05, 2023 08:50 Asia/Kabul
  • ځنګل کښې سړي یودیرش ورځې چینجي خوړل او ژوند پاتی شو

زمونږ خبریال وايي د جنوبي امریکا د یوه هیواد بولیویا ښاریز د برازیل هیواد په ایمازون ځنګلونو کښې په بې درکه کیدا سره تر یودیرشو ورځو پورې د حشراتو او د چینجیو په خوړلو سره خپل ځان ژوندی وساته.

راپورونه وايي چې د بولیویا هیواد ښاریز دیرش کلن جوناتن اکوسټا په شمالي بولیویا کښې د مرغانو د ښکار کولو په وخت له خپلو څلورو نورو ملګرو څخه ورک شوی و.

ځايي خلکو او دوستانو یوه میاشت وروسته د جوناتن اکوسټا لټون پیل کړ.

د بولیویا دغه ښاریز جوناتن اکوسټا وویل چې ما په خپلو څپلیو او پیزار کښې د باران راغونډې شوي اوبه وڅښلې او له ځنګلي ځناورو څخه پټ شوي چینجي مو خوړل.

هغه وویل تاسو به باور ونکړئ چې په دغه وخت کښې ما چینجي وخوړل د خدای پاک مننه کوم چې ماته یې  نوی ژوند راکړ.

راپورونه وايي چې د جوناتن اکوسټا د ژغورل کیدا په وخت د هغه په بدن کښې د اوبو کمی و او پښې یې ژوبلې شوي وي او اولس کلوګرامه وزن یې  کم شوی و.