سږ کال د روژې په میاشت کې ۹ میلیونه مسلمانان عمره ادا کوي
Mar 09, 2023 15:52 Asia/Kabul
د سعودي د حج او عمرې وزارت سکرتر وايي، ښايي سږ کال د روژې په میاشت کې د عمرې د زیارت کوونکو شمېر ۹ میلیونو ته ورسېږي.
سږ کال د روژې په میاشت کې ۹ میلیونه مسلمانان عمره ادا کوي
د سعودي د حج او عمرې وزارت سکرتر وايي، ښايي سږ کال د روژې په میاشت کې د عمرې د زیارت کوونکو شمېر ۹ میلیونو ته ورسېږي.
نوموړي زیاته کړه، له دې امله چې د سوداګرۍ، سیاحت، کورنۍ او نورو ویزو په لرلو سره هم خلکو ته د عمرې ادا کولو سهولت برابر شوی، نو له همدې امله به سږ کال د روژې په میاشت کې شاوخوا ۹ میلیونه وګړي عمره ادا کړي.
هغه وایي، عمره ادا کوونکو ته د روژې په میاشت کې په مکه او مدینه کې ټول تدابیر نیول شوي دي.