ورځپاڼو ته کتنه
د تهران راډیو مینه والو السلام علیکم! ورځپاڼو ته د کتنې له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو او د تهران چاپ او ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، مقالې او تبصرې درسره شریکوو،
د تهران ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په اول مخ یې د شهید د ورځې د درنښت په دستورو کښې د د ایران د ولسمشر څرګندونې راخیستې دي او د دوي دا خبره یې د سرټکي په توګه غوره کړې چې وايي: د ایران امنیت، وحدت او اقتدار د شهیدانو د پاکې وینې نتیجه ده.
د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د څرګندونو ځیني مهم ټکي په دا ډول دي: د شهیدانو پاکه وینه د دښمنیو او دسیسدو په وړاندې د هیواد یوه ستره اډانه ده. شهیدانو په خبرو نه بلکې په خپل عمل سره مونږ ته رازده کړل چې په خدای تعالی باندې په تکیې سره پر ستونزو برلاسي کیدې شو. د دښمن ګډ او ترکیبي رسندوي، اقتصادي او شناختي جنګ د ایران د ولس د پرمختګونو د اودرولو په موخه و. دښمنان تراوسه د ایران د ولس په وړاندې نه دي کامیاب شوي او له دې وروسته به هم کامیاب نه شي.
د اسلامي ایران ولسمشر د خپلې وینا په دوام کښې وویل: د شهیدانو وصیتنامې د نظام د ټولو مسئولانو، ارګانونو او ادارو د اقدام او عمل لپاره یوه الهام بخښونکې سرچینه ده. په ټولنه کښې د ستر او حجاب د کلتور ساتنه د شهیدانو د کورنیو حقه غوښتنه او په دیني او قانوني ضرورت باندې عمل دی.
هم دې ورځپاڼې د شهیدانو د تابوتونو یو انځور هم په وړومبي مخ چاپ کړی دی او ورسره یې لیکلي چې د مقدسې دفاع د وختو ۷۱ شهیدان وطن ته راوړې شول.
له تهرانه چاپیدونکې ابرار ورځپاڼې بیا په خپل وړومبي مخ د نورو خبرونو ترڅنګ په یو سرټکي کښې لیکلي دي: امریکا د خپلو زندانیانو لپاره له ایران سره تعامل غواړي.
په خبر کښې راغلي چې د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت صلاحکار څرګنده کړه: دمګړۍ د زندانیانو د تبادلې په لړ کښې له ایران سره هیڅ موافقه نشته.
جیک سالیوان هم داشان وویل: وروستی کار چې ترسره کول یې غواړو، هغو کورنیو ته چټي هیله ورکول دي چې له مودو راهیسې د خپلو عزیزانو د ستنیدو په تمه دي. هغه وویل چې امریکا به د خپل هیواد د بندیانو د راستنولو لپاره له ایران سره د تعامل لپاره خپلې هلې ځلې جاري وساتي.
له دې مخکښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي وو چې د بندیزونو د ختمویدو په خبرواترو کښې د پيغامونو تبادله لاهم روانه ده او د د زندانیانو د تبادلې په لړ کښې په دې وروستیو کښې له امریکايي لوري سره یوې موافقې ته رسیدلي یو او که د امریکې له خوا هر څه صحیح پرمخ لاړ شي نو دا کار به ډیر زر ترسره شي.
هم دې ورځپاڼې په یو بل خبر کښې لیکلي دي: یو بل ته د تهران او ریاض د لاس له ورکولو وروسته اوس د مصر نمبر دی.
ابرار ورځپاڼې لیکلي چې الشرق الاوسط د مصر د خبر سرچینو له قوله ویلي دي چې د مصر او ایران ترمینځ ځانګړي ارتباطي کانالونه، بند شوې نه دي.
ورځپاڼې دې ټکي ته په اشارې سره چې ایران له مصر او د دې هیواد له مشرتابه څخه په لوړو سویو قدرونه کړې ده، څرګنده کړه: لا د دې وخت نه دی رارسیدلی چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو د بیاپیلولو لپاره د سیاسي ګامونو د پورته کولو د نیټې په هکله نظر څرګند کړو.
د تهران کیهان ورځپاڼه راخلو او ځینو مهمو خبرونو ته یې یوه ځغلنده کتنه کوو چې په دا ډول دي:
سپوتنیک د خبر سرچینو په حواله خبر ورکړی چې ایران او بحرین په نزدې راتلونکي کښې د اړیکو د بیاپيلولو او د سفارتخانو د متقابلې پرانیستنې په هکله په خبرواترو لګیا دي.
*/
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتو د سرمنشي د ځانګړي استازي په کتنه کښې، د اوربند له دوام، د انساني محاصرې له لغو کیدو او د یمن د کړکیچ له سیاسي هواري څخه د ملاتړ په اعلانولو سره، له هر ډول هغو خبرواترو د ایران په حمایت باندې ټینګار وکړ چې په یمن کښې د صلحې او ثبات په ټینګیدو کښې مرسته کوي.
*/*
امریکا کښې د ستر اقتصادي کړکیچ نښې نښانې ورو ورور ځانونه څرګندوي. یوازې په ۴۸ ساعتونو کښې د دغه هیواد د دوو سترو بانکونو له دیوالیه کیدو وروسته اوس خبر رارسیدلی دی چې د امریکايي ډالر ارزښت هم مخ په کمیدو دی او زیاتره پانګه وال په ویره کښې پریوتي دي. د اټلانټک شورا تِهنک ټینک هم اټکل کړی چې دا حالت به دوام پیدا کړي او دا تازه د ماجرا پیل دی.
*/*
په تیرو څو میاشتو کښې پرله پسې په شپږم ځل د صهیونیسټي رژیم مشر د کورنیو اختلافاتو او درزونو په هکله په خبرداري سره، د دغه رژيم د ټوټې کیدو په هکله خبرداری ورکړ.
په صهیونیسټي رژیم کښې په کورني کړکیچ او اعتراضونو له دوام سره هممهاله د انټیلیجنس آنلاین په نامه د فرانسې اطلاعاتي سایټ ایشوا کړه چې د نیواکګر رژیم حساس امنیتي ځواکونه او په سر کښې یې د صهیونیسټي رژیم د کورنیي امنیت سروس(شاباک« او د اسرائیلو د رژيم جاسوسي اداره(موساد) هم د دغه رژيم د ډیرو سیاسي ګوندونو، شخصیتونو او ملکي وګړو په شان، د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ د صهیونیسټي رژیم د کابینې د سیاستونو خلاف په اعتراضي غورځنګ کښې شامل شوي دي.
*/*
د یمن د کړکیچ د هواري لپاره د عربستان د ځینو سیمه ایزو تحرکاتو سره سره، د یمن د ملي نجات حکومت یو چارواکي وړمه شپه په دې خبرې سره چې جنګي حالت لاهم دوام لري، وویل: هره شیبه ممکنه ده چې اوربند مات شي.
*/*/
او د کیهان وروستی خبر دا چې تیره دوشنبه په انګلستان کښې لسګونو زرو ډاکټرانو په خپلو کمو تنخواګانو باندې په اعتراض کښې کاربندیز وکړ او په خپلو حقوقو کښې یې د ۲۶ فیصده زیاتوالي غوښتنه وکړه. د دغه کار بندیز په وجه په ټول انګلستان کښې د مریضانو د معاینې لسګونه زره وختونه او د جراحۍ عملونه(آپریشنونه) لغو شول.
*/*/*/*/
پاکستاني ورځپاڼې
د پاکستان ځینو ورځپاڼو لیکلي چې د عمران خان د پلویانو او پولیسو ترمنځ په اخ و ډوب کې د عمران خان ۳۵ پلویان او په لسګونو پولیس ټپیان شوي دي.
د تحریک انصاف ګوند پلویانو په ټویټر کې داسې ویډیوګانې خپرې کړي، چې پهکې پولیس د دې ګوند د غړو د نیولو او ډبولو په حال کې ښکاري.
د مارچ میاشتې په اتمه هم د لاهور په زمان پارک کې د پولیسو او تحريک انصاف پلويانو ترمنځ همداسې شخړې شوې وې.
عمران خان ته امر شوی چې، د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د قاضي په وړاندې حاضر شي او د هغو تورونو ځواب ورکړي چې په غیرقانوني ډول د دولتي تحفو د خرڅولو په اړه دي.
ویل شوي چې عمران خان د خپلې واکمنۍ پر مهال قیمتي تحفې ترلاسه کړي او بیا یې په غیرقانوني ډول خرڅې کړې دي، دغه راز یې خپله شتمني هم پټه ساتلې ده.
عمران خان چې د اپرېل میاشتې په وروستیو کې د پارلمان لهخوا د عدم اعتماد رایې تر اخیستو وروسته له واکه لیرې کړی شو ادعا کوي چې پر ده د ترهګرۍ په ګډون لګول شوي تورونه د ده د ځای ناستي شهباز شریف د حکومت لهخوا یوه دسیسه ده.
د اسلاماباد د پولیسو مرستیال مشر شهزاد بخاري ویلي، موږ به عمران خان د محکمې له حکم سره سم ونیسو.
شاه محمود قریشي چې د عمران خان په حکومت کې یې د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کړې او د تحریک انصاف ګوند یو مخکښ غړی دی ویلي، حکومت د عمران خان کور ته د پولیسو په لېږلو سره قانون او نظم ګډوډ کړی دی.
عمران خان په خپل کور کې دننه د ټویټر په یوه ویډیو کې له خپلو پلویانو وغوښتل که دی وهم نیول شي، دوی دې خپله مبارزه روانه ساتي.
نوموړي ويلي: "پولیس زما د نیولو لپاره راغلي. د دوی دا فکر دی که عمران خان زندان ته لاړ شي دا ملت به ویده شي. تاسې به دوی غلط ثابتوئ. تاسو به دا ثابتوئ چې یو ژوندی ملت یاست. تاسو به دا ثابتوئ چې دا ملت به له عمران خان پرته هم هڅه کوي او د غلو یا د دې واحد سړي پرېکړې نه مني."
د پاکستان ډان ورځپاڼې ليکلي چې پرون سهشنبه، محکمې پرېکړه وکړه چې عمران خان دې د مارچ تر ۱۶مې پورې نه نيول کېږي.
د عمران خان وکيل ويلي وو چې د امنيتي خطر له وجې یې موکل محکمو ته نهشي حاضرېدلی.
هم داشان
د سهشنبې په ورځ حکومت د اختلاس د مخنیوي لپاره دولتي چارواکي د قدرت پر مهال د ارزښتمنو دولتي ډالیو له ساتلو منع کړل.
د دې بندیز لهمخې د صدراعظم په ګډون هېڅ دولتي چارواکی نهشي کولی یوه ډالۍ چې ارزښت یې تر ۳۰۰ ډالرو زیات وي، وساتي.
*/*/*/
عبدالماجد درانی