د اوکراین پرضد جنګ د انسانانو ژوند ته بې احترامۍ ده
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي د اوکراین په خاوره کښې د روسیې عملیات د انسانانو ژوند ته د روسیې د ولسمشر او د پوځ بې احترامۍ وبلله او ټینګار یې وکړ چې د اوکراین پرضد د روسیې جنګ د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ ګڼل کیږي.
د اوکراین پرضد د روسیې جنګ د تیر میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په څلرویشتمه نیټه پیل شوی او امریکا او اروپايي هیوادونو تراوسه په دغه جنګ کښې د اوکراین پراخ پوځي ، استخباراتي او لاجیسټیکي او وسله وال ملاتړونه کړي دي.
د امریکا دفاع وزارت پینټاګان ویلي دي چې واشنګټن تراوسه اوکراین ته څه د پاسه درې دیرش میلیارډه ډالره پوځي مرستې استولي دي.
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي ادعا وکړه چې د باخموت سیمې جګړې د روسیې عسکرو ته زیات ځاني تلفات اړولي دي.
هغه یوځل بیا ایران روسیې ته د بې پایلوټه الوتکو په استولو تورن کړ او ویې ویل چې ماسکو د ایران له جوړو بې پایلوټه الوتکو د اوکراین په خلکو کښې د ویرې او د رعب د رامینځته کولو لپاره استفاده کوي.
ایران په ځلونو د امریکا چټي او له دروغو ډکې ادعاګانې په کلکه رد کړي دي او هغه یې د تهران پرضد د پروپاګنډو د کمپاین برخه بللي دي.