د فرانسې حکومت باید دوه ګوڼه کړچار پاې ته ورسوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د فرانسې چارواکو ته سپارښتنه وکړه له بشري حقوقو له اوزاري استفادې او دوه ګوڼه کړچار څخه لاس واخلي.
هغه نن په فرانسې کښې ناکراریو ته په اشارې سره وویل د دغه هیواد د ښاریزو د اعتراضونو پرضد له تاوتریخوالي څخه په کار اخیستلو کښې د فرانسې د پولیسو اقدام د نه منلو وړ او د بیان د ازادۍ او د ډیموکراسۍ اصولو ته د فرانسې د حکومت د ناپاې بندۍ ښودنه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د فرانسې حکومت ته سپارښتنه وکړه چې له بشري حقوقو له اوزاري استقادې او دوه ګوڼه کړچار څخه ډډه وکړي او د اعتراض کونکو پرضد د تاوتریخوالي له کارولو دې لاس واخلي.
د فرانسې پولیسو له تیرو څو ورځو څخه په هیواد کښې د متقاعد کیدا د قانون په اصلاحاتو باندې د اعتراض کونکو کسانو پرضد اوښلن ګازونه شیندلي او د هغوې پرضد یې تاوتریخن اقدامات ترسره کړي دي.
په پاریس ښار کښې په هرډول اعتراضیه غونډې باندې د بندیز په هکله د فرانسې د حکومت له حکم سره سره د پرله پسې دریمې شپې لپاره په دغه ښار کښې څو زره ښاریز واټونو ته راووتل او د ولسمشر امانوئل ماکرون د متقاعد کیدا د قانون په اصلاحاتو یې اعتراض وکړ.
د فرانسې اعتراض کونکو بیګا د ولسمشر ماکرون د استعفا ورکولو غوښتنه وکړه خو پولیسو او امنیتي ځواکونو په هغوې اوښلن ګازونه وشیندل او درې سوه لس کسان یې ونیول.