د اتریش په یوه ښوونځي کښې لس کسان په ډزو ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/event-i161270
زمونږخبریال د نړیوالو رسنیو په قول راپور ورکړی چې په اتریش کې په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله لږترلږه پنځه کسان وژل شوي دي.
(last modified 2025-06-10T11:56:05+00:00 )
Jun 10, 2025 15:44 Asia/Kabul
  • د اتریش په یوه ښوونځي کښې لس  کسان په ډزو ووژل شول

زمونږخبریال د نړیوالو رسنیو په قول راپور ورکړی چې په اتریش کې په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله لږترلږه پنځه کسان وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس هم نن  راپور ورکړ چې دغه ډزې د اتریش د ګراز  ښار په یوه ښوونځي کې شوې دي.

د ګرز پولیسو دا پیښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې د ښوونکو او زده کونکو په ګډون څو نور کسان ټپیان شوي دي.

د اتریش پولیسو د بریدګرو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

د دې پېښې په تړاو نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

د اسټریا هیواد ښارواله وايي، د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰ ته رسېدلی

د ګراز ښارواله وايي، د ډزو هغه پېښه کې چې نن ګهیځ په یوه ځايي ښوونځي کې رامنځته شوه، د وژل شویو کسانو شمېر اوس ۱۰ تنو ته رسېدلی دی.

په وژل شویو کې د ښوونځي یو شمېر زدکوونکي هم شامل دي او رپوټونو کې ویل شوي، یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

ځايي پولیس وايي، د دوی په باور سهار نژدې لس بجې له دې برید وروسته احتمالا بریدګر ځان پخپله وژلی دی.

تر اوسه معلومه نه ده، چې بریدګر اوس هم د ښوونځي زدکوونکی و او که مخکینی زدکوونکی و.