د جرمني په څو وزارتونو باندې سایبري بریدونه شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i176760-د_جرمني_په_څو_وزارتونو_باندې_سایبري_بریدونه_شوي_دي
پارس ټوډې- د جرمني د لومړي وزیر دفتر وویل له یوې سایبري حملې وروسته د جرمني د حکومت له انفامیشن ټیکنالوژۍ چینل سره د څو وزارتونو ارتباط غوڅ شوی او پلټونکي د دغه حملې د پراخیدا د مخنیوي او د هغه د شدت د معلومولو لپاره د هڅې په حال کښې دي.
(last modified 2026-08-18T07:01:19+00:00 )
Aug 18, 2026 11:28 Asia/Kabul
  • د جرمني په څو وزارتونو باندې سایبري بریدونه شوي دي

پارس ټوډې- د جرمني د لومړي وزیر دفتر وویل له یوې سایبري حملې وروسته د جرمني د حکومت له انفامیشن ټیکنالوژۍ چینل سره د څو وزارتونو ارتباط غوڅ شوی او پلټونکي د دغه حملې د پراخیدا د مخنیوي او د هغه د شدت د معلومولو لپاره د هڅې په حال کښې دي.

پارس ټودې سایټ د ایرنا خبري اژانس په قول راپور راکړی، د جرمني د لومړي وزیر دفتر نن په یوې بیانیې کښې وویل:تحقیقات د برلین په حکومتي چینل کښې د امنیتي نیمګړتیا ښودنه کوي.

ټول اړونده اژانسونه شپه او ورځ د حکومتي شبکې د ایمن کولو هڅه کوي.

د جرمني چارواکو د یوه احتیاطي اقدام په توګه د اقلیمي اقداماتو ، د ودانیو او د کورونو د وزارتونو په شمول څو وزارتونه له دغه شبکې څخه جلا کړل.

د جرمني چارواکو تراوسه د دغو وزارتونو په فعالیت کښې د احتمالي ګډوډۍ او دغه راز د دغه سایبري حملې د مسوولې ډلې یا سړي د نوم په اړه کوم اطلاعات نه دي خپاره کړي.

د برلین د عمومي څارنوالې دفتر ، د ایالتي جنايي پولیسو دفتر او د اطلاعاتو د امنیت فیډرال دفتر(BSI) په دغه حملې باندې د غور کولو په حال کښې دي.

په دغه بیانیې کښې ویل شوې دي:د جرمني د حکومت د چینل امنیت اصلي لومړیتوب دی. د تحقیقاتي دلایلو په وجه حاضردمه د دغه پیښې د لمن یا مخینې په هکله نور خاص اطلاعات نشو ورکولای.

هغه چینل چې ورباندې سایبري برید شوی په «بلا» (BeLa)نوم سره پيژندل کیږی او امنه ګړندی فیبر نوري یعني فایبر اپټیکل چینل دی چې د جرمنی کابو شپږ سوه(۶۰۰) حکومتي او عمومي ارګانونه له یوبل سره وصلوي.

دغه سیسټم د برلین د ای ټي ډي زیډ شرکت لخوا اداره کیږي.