د فرانسې د تیلو چاڼ ځایونو کارګرانو کاربندیز کړی
Mar 21, 2023 02:02 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په فرانسې کښې د تیلو د چاڼ ځایونو کارګرانو د ولسمشر امانوئل مکرون د حکومت د متقاعد کیدا د قانون په اصلاحاتو باندې د اعتراض کولو په دلیل خپل کاربندیز تمدید کړ.
د فرانسې په جنوب کښې د پیټرولو ډیرې پمپونه د تیلو په چاڼ ځایونو کښې د کارګرانو د کاربندیز د دوام په دلیل د ګاډو د سونګو له کمښت سره مخامخ دي.
د فرانسې د تیلو د چاڼ ځایونو کارګرانو له تیرو څوارلسو ورځو څخه له کار کولو ډډه کړي ده او خپل کاربندیز یې تمدید کړی چې د حکومت لخوا د متقاعد کیدا د اصلاحاتو په قانون باندې خپل اعتراض اعلان کړي.
ټیګونه