د امریکا پوځي د حکومت په سیاستونو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129890-د_امریکا_پوځي_د_حکومت_په_سیاستونو_نیوکه_وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا متقاعد شوي پوځي ولسمشر جوبایډن ته وویل د ستا لاسونه په وینو ککړ دي او د ستا د سیاستونو په دلیل په عراق او افغانستان کښې زمونږ وروڼه او خویندې مړې شوې.
(last modified 2023-03-21T22:14:08+00:00 )
Mar 22, 2023 02:22 Asia/Kabul
  • د امریکا پوځي د حکومت په سیاستونو نیوکه وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا متقاعد شوي پوځي ولسمشر جوبایډن ته وویل د ستا لاسونه په وینو ککړ دي او د ستا د سیاستونو په دلیل په عراق او افغانستان کښې زمونږ وروڼه او خویندې مړې شوې.

د امریکا د هوايي ځواک یوه متقاعد پوځي په لویدیځې اسیا سیمې کښې د امریکا په جنګونو کښې د رول د لوبولو په خاطر ولسمشر جوبایډن ته په خطاب کښې وویل په دغه جنګ کښې بریالي شوئ او حتی هغه سړي مو ته چې د دغه جنګ سبب شوی د ویاړ میډال ورکړ د ستا لاسونه په وینو ککړ شوي دي او ته وړتیا نلرئ او زمونږ دوستان د ستا د سیاستونو په وجه مړه شول.

هغه وویل په حقیقت کښې مونږ د تاسو په جنګونو کښې وجنګیدو او تاسو مونږ د ملکي وګړو د وژلو لپاره واستولو او مونږ ملکي وګړي ووژل او زمونږ دوستان مړه شوي.

د بشري حقوقو څارونکي موسسې ویلي مونږ داسې سندونه ترلاسه کړي چې د امریکا پوځیانو په افغانستان کښې په شل کلن شتون کښې د خلکو پرضد زیات جنایتونه کړي دي.