د روسیې په سنت پټرزبورګ کې چاودنه شوې
Apr 03, 2023 04:09 Asia/Kabul
د روسیې په سنت پټرزبورګ ښار کې په یوه کافی شاپ کې د چاودنې د امله ګڼ شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د تاس له راپور سره سم، په یاده چاودنه کې کابو ۷ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
په چاودنه کې یو وتلی روس ژورنالیست ولادلن تاتارسکي هم وژل شوی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې ده چي په کښې دغه روس ژورنالیست ته ورکړل شوې تحفه چاودنه کوي.
ټیګونه