هندوستان کښې تندلارو هندوانو پر مسلمانانو تیری کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i130586-هندوستان_کښې_تندلارو_هندوانو_پر_مسلمانانو_تیری_کړی
د هندوستان په ختیځ بیهار صوبه کښې تندلارو هندوانو په یوې مسلمان میشتې سیمې کښې د مسلمانانو مال حال ته تاوان ورسوه
(last modified 2023-04-03T23:15:54+00:00 )
Apr 04, 2023 03:42 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د هندوستان په ختیځ بیهار صوبه کښې تندلارو هندوانو په یوې مسلمان میشتې سیمې کښې د مسلمانانو مال حال ته تاوان ورسوه

له نوي ډیلي نه زمونږ خبریال پرون رپورټ راکړی چې تندلارو هندوانو پرون روژه ماتي ته نزدې د لاریون په کولو سره تشدد ته مخه کړه او په ټولنیزو شبکو یا سوشل میډیا کښې د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې یې د ساسارم په مسلمان میشتې سیمې کښې د مسلمانانو ځینو ځایونو ته اور ورته کړ.

دې ته په پام سره چې هندوانو له دې مخکښې د پولیسو د سترګو په وړاندې دوه جوماتونه سوزولي وو، په بیهار صوبه کښې د مسلمانانو په شتمنیو باندې د تیري په اړه د فلمونو خپریدل سبب شول چې د سوشل میډیا کاروونکي د تندلارو هندوانو د ملاتړ په وجه د هندوستان په حکومت باندې سخته نیوکه وکړي.

د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، تندلارو هندوانو د موراپور روغتون له سوزولو نه علاوه په یوه ډله مسلمانانو باندې د کاڼو ګوزارونه وکړي او د مسلمانانو ګاډي او سوداګریز مرکزونه یې ولوټل او ځینو هم د شعارونو په ورکولو سره، له هندوستانه د مسلمانانو د وتلو غوښتنه وکړه.

کابو دوه کاله وشوله چې په هندوستان کښې د مسلمانانو خلاف ورته پيښې کیږي او داسې ښکاري چې د بي، جی، پي واکمن حکومت هم د تندلارو هندوانو پوره ملاتړ کوي.