په مدینه منوره کې د برېښنایي بس خدمتونه پیل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i130746-په_مدینه_منوره_کې_د_برېښنایي_بس_خدمتونه_پیل_شول
د سعودي عربستان په مدینه منوره کې نن له غرمې مخکې د برېښنایي بسونو نوې لړۍ پیل شوه چې د مسجد نبوي زیارت کوونکي او نور مسافرین به ترې ګټه واخلي.
(last modified 2023-04-06T19:39:27+00:00 )
Apr 06, 2023 13:22 Asia/Kabul
  • په مدینه منوره کې د برېښنایي بس خدمتونه پیل شول

د سعودي عربستان په مدینه منوره کې نن له غرمې مخکې د برېښنایي بسونو نوې لړۍ پیل شوه چې د مسجد نبوي زیارت کوونکي او نور مسافرین به ترې ګټه واخلي.

په مدینه منوره کې د برېښنایي بس خدمتونه پیل شول

د سعودي عربستان په مدینه منوره کې نن له غرمې مخکې د برېښنایي بسونو نوې لړۍ پیل شوه چې د مسجد نبوي زیارت کوونکي او نور مسافرین به ترې ګټه واخلي.

د سعودي خبري اژانس د راپور له مخې، د مدینې سیمې والي او د پراختیایي ادارې مشر شهزاده فیصل بن سلمان د بریښنایی بس خدماتو پرانسته وکړه.

د سعودي رسنیو د معلوماتو له مخې، نوي برقي بسونه پلان شوي چې د اوسیدونکو او لیدونکو د اسانتیا لپاره په 4 لویو لارو کې فعالیت وکړي.

د راپورونو له مخې، دا بسونه کولی شي د یو ځل چارج کولو وروسته په خپل ټاکل شوي لار کې 250 کیلومتره مزل وکړي.

د سعودي رسنیو د معلوماتو له مخې، دغه برېښنايي بس په عصري ډول د هوايي چلند په سیستم سمبال دی، د سپرلۍ سکرینونه چې د سفر جزئیات ښيي او د ځانګړو کسانو لپاره ځانګړي څوکۍ لري.