د لندن ښاریزو د صهیونیسټ رژیم پرضد مظاهرې وکړې
زمونږ خبریال راپور راکړی په لندن کښې د صهیونیسټ رژیم د سفارت مخ ته د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو رژیم په تیریو باندې اعتراض کښې د پرله پسې دوهمې ورځې لپاره مظاهرې وشوې.
د بریتانیا مظاهره چیانو پرون په لندن کښې د صهیونیسټ رژیم د سفارت مخ ته په لاسونو کښې د فلسطین د بیرغونو په نیولو او د شعارونو په ورکولو سره د فلسطین د ازادۍ غوښتنه وکړه او د صهیونیسټ رژیم جنایتونه یې وغندل.
د الاقصی د دوستانو، د جنګ ضد د موسسو ، د جنګ د بندولو لپاره د ائتلاف او د اټومي بې وسلې کولو د ډلو په شان د اسلامي موسسو استازیو هم وړمه ورځ په لندن کښې د صهیونیسټ رژیم د سفارت مخ ته له مظاهره چیانو سره په یوځاې کیدا سره په الاقصی جومات د صهیونیسټانو حملې او د فلسطینیانو عام وژله غندلي وه او له صهیونیسټ رژیم څخه د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د بریتانیا د ملاتړونو د غوڅولو غوښتنه یې کړي ده.