چین لمسونکو اقداماتو ته د ځواب ویلو حق لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i131048-چین_لمسونکو_اقداماتو_ته_د_ځواب_ویلو_حق_لري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د کریملین ماڼۍ ویاند دمیتري پسکوف وویل چین حق لري د پوځي مانورې په ترسره کولو سره د امریکا لمسونکو اقداماتو ته ځواب ورکړي.
(last modified 2023-04-11T12:53:14+00:00 )
Apr 11, 2023 11:19 Asia/Kabul
  • چین لمسونکو اقداماتو ته د ځواب ویلو حق لري

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د کریملین ماڼۍ ویاند دمیتري پسکوف وویل چین حق لري د پوځي مانورې په ترسره کولو سره د امریکا لمسونکو اقداماتو ته ځواب ورکړي.

د چین حکومت د امریکا د  ولسي جرګې کانګرس له مشر کوین  میک کارټي سره د ټایوان سیمې د مشر «تسای اینګ وون»  وروستۍ کتنې ته په غبرګون کښې له تیرې شنبې ورځې راهسې  ټایوان جزیرې ته نږدې درې ورځنې پوځي مانوره پیل کړه.

د کریملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف وویل چین حق لري لسمونکو اقداماتو ته ځواب ورکړي او د ټایوان شاوخوا پوځي مانوره ترسره کړي.

دمیتري پسکوف د چین پرضد لمسونکو اقداماتو ته په اشارې سره وویل ټول باید د چین او د نړیوالو قوانینو په لړ کښې د چین د اقداماتو احترام وکړي.

هغه د فرانسې په هکله وویل پاریس په اوکراین کښې د سولې مینځګړی نشي کیدلای ځکه چې فرانسه هم نیغ په نیغه او هم په غیر مستقیم ډول د اوکراین پلویتوب کوي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون پیکینګ ته په سفر کښې د چین له ولسمشر شي جین پینګ څخه غوښتي وو چې د اوکراین د مسلې په هکله روسیه قانع کړه.

چین د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره دولس ماده ئیز پلان وړاندی کړی دی او روسیې یې هرکلی کړی دی.