د افغانستان چارواکو د فلسطین له آرمانه ملاتړ وکړ
د افغانستان چارواکو د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کښې وویل: د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د فلسطین له خلکو ملاتړ د افغانانو ایماني او وجداني دنده ده
د افغانستان چارواکو د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کښې وویل: د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د فلسطین له خلکو ملاتړ د افغانانو ایماني او وجداني دنده ده.
د بدخشان او سمنګان مرستیال والیانو او د جوزجان او قندوز ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور مسئولانو په جلاجلا څرګندونو کښې، د قدس شریف دفاع او د فلسطین له خلکو ملاتړ د ټولو مسلمانانو ایماني او وجداني وظیفه وبلله.
د بدخشان د والي مرستیال نثار احمد احمدي هم آوا خبري آژانس ته وویل: بیت المقدس د نړۍ د مسلمانانو اوله قبله ده او ورڅخه دفاع د هر مسلمان دنده ده. هغه د اسرائیلو د رژیم بریدونو ته په اشارې سره هم څرګنده کړه: مسلمانان باید د فلسطین د خلکو ترڅنګ اودریږي او دغه هیواد له نیواکه خلاص کړي.