ملګروملتونو د خلکو د ژوند په شرایطو اندیښنه وښودله
اناتولي خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو ویاند اسټیفان ډوجاریک وویل د افغانستان کابو څلرویشت میلیونه ښاریز بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
هغه په غیر حکومتي موسسو کښې د افغانستان د ښځو په کارونو باندې بندیز ته په غبرګون کښې وویل د طالبانو د چارواکو لخوا محدودیتونه او بندیزونه مونږ او د افغانستان خلک په ویرونکي حالت کښې ورولي.
د افغانستان په چارو کښې د اروپا د پارلمان د پلاوي مشر «پیټراس اوشټرویچیوس»هم د ملګروملتونو د افغان ښځینه کارکونکو په کارونو باندې د بندیز لپاره د طالبانو فیصله په کلکه وغندله او ویې ویل د اروپايي اتحادیې لخوا وړاندې شوي بشر دوستانه مرستې باید زمونږ له اصولو سره مطابقت ولري او زه هغو ته د احترام کولو غوښتونکی یم.
هغه د امریکا د ترهګرو پوځيانو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو لخوا د افغانستان د نیواک پراخو پایلو ته له اشارې کولو پرته وویل یوازې طالبان د هغه کړاو د زیاتیدا سبب مسوول دي چې په ښاریزو باندې تپل کیږي.
طالبان واک ته له بیا رسیدا وروسته د نړیوال روا والي د ترلاسه کولو هڅه کوي.
له طالبانو د نړیوالې ټولنې تر ټولو مهمه غوښتنه د پراخ بنسټه حکومت جوړول او د افغانستان د انجلیو د زده کړې او د ښځو د کارونو د حق په رسمیت د پیژندلو په شمول د ښاریزو حقوقو ته احترام کول دي.