ایران په ډنمارک کښې د قرآن کریم سپکاوي ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/world-i131332-ایران_په_ډنمارک_کښې_د_قرآن_کریم_سپکاوي_ته_غبرګون_وښود
د ایران د خارجه وزارت ویاند پّ ډنمارک کښې یوځل بیا د قرآن کریم د مقدس ساحت سپکاوی په کلکه وغنده
(last modified 2023-04-15T22:48:39+00:00 )
Apr 16, 2023 03:16 Asia/Kabul
  • ایران په ډنمارک کښې د قرآن کریم سپکاوي ته غبرګون وښود

د ایران د خارجه وزارت ویاند پّ ډنمارک کښې یوځل بیا د قرآن کریم د مقدس ساحت سپکاوی په کلکه وغنده

ناصر کنعاني وویل: دا سپک کار چې د قرآن د نازلیدو په میاشتې یعنې رمضان المبارک کښې ترسره شوه، د اسلام د نوراني او اسماني دین او د نړۍ د ټولو مسلمانانو څرګند سپکاوی دی.

هغه څرګنده کړه: د جمعې په ورځ او په داسې حال کښې د دغه راپاروونکي اقدام ترسره کول چې د نړۍ پتمنو خلکو په یوه خوله د جنایتکار او فتنه اچوونکي رژیم له منګولو د قدس شریف آزادي غوښتله، نندارې ته د هغې ادعا د وړاندې کولو لپاره ترټولو سپکه لاره ده چې په لویدیځ کښې د بیان د آزادۍ په نامه یادیږي.

هغه یادونه وکړه چې د مسلمانانو د مقدساتو داسې په آزاده سپکاوی، د تندلاریتوب او تکفیري تشدد بل مخ دی او په هم هغه اندازه محکوم او د نړیوال دفاعي غبرګون وړ دی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند د ډنمارک له حکومته وغوښتل چې د دا ډول کرکه اچوونکو اقداماتو د مخنیوي لپاره دې پریکنده تابیاوې او اقدامات ترسره کړي.