د تهران او ځينی بهرنیو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
اد تهران د بشتو خبرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم که چیرې وخت ؤ،ځینی بهرني مطبوعات به هم درسره شریک کړو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ،وال سټریټ ژورنال لیکلي دي ،د امریکاټولنه سره دړې وړې شوې ده ،علت ئې هم دادی چې کورنۍ سره پاښل شوې ده.
ورځپاڼې په دوام کې لیلکي دي ، د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي زیاد النخاله په ډاګه کړې ده ، جنایتکار صهیونیسټي رژيم د مقاومتي چورلیز په لسګونو زره توغندیو کلابند کړی دی.
د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي د پوځ د ملی ورځې په مناسبت په خپل پيغام وئيلي دي ،د ایران داسلامی جمهوریت پوځ حیرانونکو پرمختګونو دښمنان د اسلامی ایران دعظمت او قدرت تابع کړي دي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د سوډان د داخلی اړئ ګړئ وژلې تر سلو کسانو رسیدلی دي او دغه راز په سلګونو نور ټپیان شوي هم دي.
فارن پالیسي خپرونې د فرانسې د ولسمشر آمانوئل ماکرون دامریکا ضد څرګندونو په غبرګون کې لیکلی دي، هغۀ هغه څه ووئيل چې درسته اروپا ئې فکر کوي.
د یمن په جنګ کې د ښکیلو لورو ترمینځ د بندیانو دمبادلې د لړۍ په دوام کې عربستان په یو اړخیز ډول یو سل څلور نور یمني بندیان خوشي کړل.
د هغو نوو سندونو په اساس چې د امریکا ملی آرشیؤ له طبقه بندۍ ویستلي ، د میکسیکو پخوانی ولسمشر خوزه اوپز پورټيلو د سی ائي مامور پاتې شوی دی .
دا هم د تهران کیهان ورځپاڼه ده چې په انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلی دي، دامریکا دخارجه وزارت مرستیال د ایران او عربستان په موافقې د امریکا داوسني حکومت اندیښنه څرګنده کړې او وئيلي ئې دي ممکنه ده دغه موافقه ځينی ترینګلتیاوې په ځان پسې ولري.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د ایران د خارجه وزارت ویندوي ناصرکنعاني په خبری کنفرانس کې وئيلي دي ،پخپلو بهرنیو اړیکو کې کوم خاص بلاک ته نه محدودیږو.
د جرمني خارجه وزیر په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده ، د چین او امریکا حکومتونه دیوه بل د ګواښلو او دړکو په ځاي دې د خبرواترو پر میز کیښني، او په مشورو او خبرو سره دې خپل مینځي مشکلات حل کړي.
د اوکراین دفاع وزیر الکسي رزنیکوف د اسپانیا له لارازون ورځپاڼې سره په خبرو کې ووئيل، لویدیځ زمونږ داړتیاوړ ټوله وسلې نه راکوي.
دسورئې په ختیځ کې ځاي سرچینو راپور ورکړی، په ریف دیرالزور ولایت کې د امریکا په پوځي مرکز کې څو چاودنې شوي چې البته د احتمالی مرګ ژوبلو به باب ئې څه نه دي وئیل شوي .
په برمایا میانمار کې په یوه کلی د پوځ په حملې کې کابو یو سل شپږ ویشت کسان وژل شوي دي.
په پاکستان کې د اقتصادي وضعیّت له ترینګلتیاؤ سره سره په دغه هیواد کې سیاسی دنګل هم اوج ته رسیدلی او په پنجاب او خیبر پختونخواه صوبو کې د وارمخکې انتخاباتو په سر د حکومت او اپوزیشن ترمینځ په شخړې کې ددغه هیواد ستره محکمه یا سپریم کوټ هم له خپلو اختیاراتو استفادې ته مخه کړې ده.
د یمن په جنګ کې د ښکیلو لورو ترمینځ دبندیانو دمبادلې دلړۍ په دوام کې وئيل کیږي نور په سلګونو بندیان به ډیر زر سره مبادله شي.
دا هم د تهران اطلاعات ورځپاڼه ده چې نن ئې پخپل انټرنیټي سایټ کې لیکلي دي ،په ملګروملتو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق ووئیل طالبان د پخوانی حکومت د پوځیانو وژله پخپلې ایجنډا کې لري.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د لبنان د حزب ا...ولسی مبارز غورځنګ دعمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم ووئيل ،صهیونیسټي رژيم یوازې د توغندي اوټوپک په ژبه پوهیږي،هرڅوک چې د سیمې حالات وڅاري نو ویني چې هرڅه د فلسطین د پریښودو او د تسلیمیدا لپاهر د مستکبرانو د پلان په اپوټه بریښي او جنایتکار رژيم هم له داخله په دړې وړې کیدا دی.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د سورئې خارجه وزیر فیصل المقداد په یولړ څرګندونو کې په داګه کړې ده ، دصهیونیسټي رژيم یرغلونو ته ځواب حتمی دی
د یمن د انصار ا...ولسی غورځنګ د سیاسی شورا مشر مهدي المشاط ووئئيل و دمونږ پراخو پوځي عملیاتو تیریګر ائيتلاف د بندیانو مبادلې ته اړباسلی دی .
د چین دفاع وزیر لس شانګ فو چې ماسکو ته په سفر تللی،په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ، چین د نړیوال امنیت دساتلو لپاره له روسیې سره ملګرتیا ته تیار دی .
بلاخره د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازي توماس ویسټ چې په قطر کې دی،په یولړ څرګندونو کې ووئيل،افغانان پخپل هیواد کې د وسلوالو نښتو مخالف دي،حال د ا چې په تیرو شلو کلونو کې ئې د افغانستان کابو درست بیخ بینائي تاسیسات او مهم ځایونه پخپلو یرغلونو او بمباریو سره له مینځه وړي دي .
د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي ډیر زر د پاکستان له حکومت سره د ځينو مشکلاتو په سر دخبرواترو لپاره په مهم سفر اسلام اباد ته ځي ،وئيل کیږي په دغه سفر کې به پر نورو موضوعګانو سربیره ، د تحریک طالبان پاکستان ،یا هماغه ټي ټي پي ترهه ګر فعالیتونو او خطرو سپړل ،ددغه سفر دموضوعګانو په سر کې وي.
اوس هم راګرځوځينو هغو بهرنیو خپرونو ته چې د افغانستان په باب ئې لیکنې کړي دي او مونږ هم له انټرنیټه راخستي او له تاسو سره ئې شریکې کوو، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو خپرونو خپل دریځونه دي.
واشنګټن ایګزمېنر خپرونې په خپلې تازه مقاله کې له افغانستانه د امریکایي عسکرو د ویستلو څرنګوالی د امریکا د ولسمشر جوبایډن د کمزوریو یوه بېلګه یاده کړې ده.
ددغې خپرونې په مقاله کې د امریکا د کانګرس د پخواني مشر نیوټ ګینګریچ په حواله لیکل شوي، له افغانستانه د دوي د عسکرو د ویستلو څرنګوالي په نړیواله کچه د امریکا اعتبار زیانمن کړی دی.
د خپرونې په لیکنه، ګینګریچ دغه څرګندونې د امریکا د راتلونکو ټاکنو په اړه له یوې امریکایي راډیو سره په یوه بحث کې کړي دي.
امریکا د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په وروستیو دوو اونیو کې خپل ټول عسکر ،له افغانستانه وایستل چې دا بهیر له ګډوډیو سره مخ ؤ او پر مهال ئې د کابل هوایي ډګر مخته یوه خونړۍ چاودنه هم وشوه چې ۱۳ امریکائي عسکر په کې ووژل شول.
تر دې وړاندې د جوبایډن یو شمېر نورو مخالفانو هم له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په برخه کې د هغه پر کړن لارې نیوکه کړې، خو بایډن د خپل دې کار ننګه کړې او په وینا یې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو پرېکړه د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال شوې وه چې ده په یو څه ځنډ سره عملي کړه.
= ډیلي پاکستان ورځپاڼې کابل ته د اسلام اباد له خوا د خپل لوړپوړي ډيپلومات عبیدالرحمان نظاماني په بیا استولو یوه لیکنه کړې ده.
ورځپاڼې لیکلي، په کابل کې د داعش له خوا د پاکستان د سفارت د شارژډزافېر نظاماني د ترور تر هڅې څلور میاشتې وروسته اسلام اباد بېرته کابل ته خپل دغه استازی استوي.
د ډیلي پاکستان په لیکنه،دا پرېکړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو زرداري او د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي د وروستۍ ټیلیفوني مکالمې پر مهال شوې.
په کابل کې د پاکستان پر شارژدافېر عبیدالرحمان نظاماني د تېر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په دویمه نېټه ډزې وشوې چې نوموړی ترې روغ ووت، خو یو ساتونکی یې ټپي شو.
تر دې پېښې وروسته پاکستان له کابله خپل دغه ډيپلومات تخلیه کړ او د طالبانو له حکومته یې وغوښتل چې پېښه وڅېړي او د سفارت د امنیت چارې پیاوړې کړي.
د هغه برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې ومانه.
پاکستان داسې مهال افغانستان ته خپل ډيپلومات لېږي چې په کابل او څو نورو ولایتونو کې د پاکستان کونسلي چارې ټکنۍ او خلک د پاکستان د ویزو په برخه کې ګڼې ستونزې ګالي.