د تهران او ځینو نړیوالو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i131544-د_تهران_او_ځینو_نړیوالو_مطبوعاتو_ته_یوه_ځغلنده_کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته دتهران   او ورپسې هم ځینی بهرنۍ خپرونې هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو،هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 19, 2023 09:35 Asia/Kabul
  • د تهران او ځینو نړیوالو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه

د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته دتهران   او ورپسې هم ځینی بهرنۍ خپرونې هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو،هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.

  داهم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انترنیټي سیایټ کې ئې لیکلي دي،د اسلامی انقلاب معظم لارښود پرون د محصیلینو په ټول کې وفرمائيل، د نړۍ او ټولنې په واقعیّت او ذهن کې دبدلون رامینځةکول، راتلونکي ته د هیله منونکو  او غوره محصیلینو دنده ده .

ورځپاڼې په  دوام کې لیکلي دي ،په فرانسې کې د متقاعد شونې د مودې د زیاتیدا لپاره ددغه هیواد د ولسمشر په فرمان سره بیا  په دغه هیواد کې د بلواؤ د اور لمبې زیاتې شوې.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون د اسلامی ایران دپوځ د ورځ په مناسبت د پریډ په دستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل، بهرني او شر غواړي ځواکونه دې  له سیمې زرتر زره خپل ټغر ټول کړي.

دعربستان خارجه وزیر فیصل بن فرهان د عربی او اسلامی نړۍ د یووالي او راشه دیرشه د زیاتولو په موخې سره د سورئې دمشق ته تللی او ددغه هیواد له ولسمشر بشار اسد سره ئې لیده کاته کړي دي.دا د سورئې د بحران  له پيلیدا کابو دولس کاله وروسته د عربستان  په شاند یو لوي عربی هیواد دخارجه وزیر لومړنی سفر دی.

انګریز لومړی وزیر ریشي سوناک  او دهغه میرمن   د لومړی وزارت  په لومړنیو میاشتو کې په مالی فساد تورن شو.

د تیونس النهضه غورځنګ  په یوې اعلامیې کې ددغه هیواد دامنیتی ځواک په لاس د خپل رهبرراشدالغنوشي  دنیول کیدا خبر ورکړ.

په داسې حال کې چې د  چین او امریکا ترمینځ تاؤتریخوالی  او ج ته رسیدلی ، د پيونګ یانګ  رسندویو  رابور ورکړی ،دچین ولسمشر  شی چین پينګ د شمالی کوریا   رهبر کیم جونګ اون ته  په یوه لیک  کې  له شمالی کوریا سره د سټراټژيکو  ارتباطاتو دپیاوړتیا لپاره  خپله ګروهنه  اعلان کړې ده .

د امریکا اې بی سي خبری چینل راپور ورکړی، په امریکائي ښارونو کې د مرګ بوي خور شوی  او سږکال،یعني  په ۲۰۲۳کال کې تر دې د مه  په دغه هیواد کې په ډزو سره یولس زره پنځه سوه  کسان وژل شوي دي .

    داهم  دتهران ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې  نن لیکلي دي ،دایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د ورځ په مناسبت د پریډ په دستورو کې د ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي پخپلې وینا کې  ګواښ وکړ، د ایران په ضد ددښمن تر ټولو وړوکی اقدام به د حیفا او تل ابیب له نابودۍ سره یو  ځاي وي.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، د افغانستان دطالبانو  د موقته حکومت د خارجه وزارت  له سرپرست امیر خان متقي سره په کتنې کې مو په ډاګه وئيلي دي ،ایران د هیرمند له حقابې هیڅکله هم په شانه کیږي.

دیمن په چارو کې د  ملګروملتو دسرمنشي ځانګړي استازي هانس ګرنډبرګ د یوې اعلامیې په صادرولو سره ووئیل،په یمن کې دسولې د پرمختګ لپاره د  ایران،عربستان او متحده عربی اماراتو له چارواکو سره په تماس کې یوو.

د امریکاخارجه وزیر آنتوني بلینکن  د ډي اوه ډلې په ناستې کې ووئيل، امریکا  له ایران سره په موقتي موافقې پسې دی.

د ایران د اسلامی  جمهوریت د پوځ د سمندری ځواک قوماندان امیر البحر شهرام ایراني  په سمیې کې د امریکائي بیړیو  خوځښتونو ته په اشارې سره ووئيل، د دوي شتون یوازې د سیمې د ترینګلتیاؤ د زیاتیدا سبب شوی  او دمونږ ځیر اوچمتوو ځواکونه  ددوي دشیطنتونه څاري.

امریکا په یوۀ په پشا کیدونکي اقدام کې  دپنټاګان چارواکو  اعلان کړی  چې واشنګټن د واحد چین د سیاست د بدلیدا نیّت نه لري او د تایوان خپلواکي په رسمیّت نه پيژندي  او وضیعّت به په همدې شکل باقي پاتې وي.

په کنګو افریقائي هیواد کې خبری سرچینو راپور ورکړ، وسلوالو کسانو د کنګو په ختیځ کې د ایتوري ولایت په کوډیکر سیمې کې په ناڅاپی حملو کې اته څلویښت کسان  وژلی دي .

د افغانستان  دطالبانو حکومت په کندهار او هلمند کې  د ښونې او معارفو  دټولو ادارو  فعالیتونه وځنډول.

دسوډان د چټک ځواک  قوماندان په سوډان کې د ځینو لورو له خوا  په مطرح شوي وړاندیز سره تر څلورویشت ساعته  اور بند سره پخلا شوی دی.

دعراق د الفتح ائيتلاف یوه لوړپوړي چارواکي د عراق او سورئې په پولو کې د امریکائي پوځیانو د  مشکوکو اقداماتو د زیاتیدا په باب خبرداری ورکړ.

   داهم  دتهران چاپ اطلاعات  ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي،د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي پرون مازدیګر د محصیلینو د ټولنو له  کابو زرو  محصیلینو په ټول کې  وفرمائیل؛ هیواد  آئيډیل آرمان ،امید اوعقلانیّت ته اړتیا لري.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د روغتیا نړیوالې ادارې پخپل وروستي راپور  کې وئيلي دي ،په افغانستان کې هره ورځ د هغو عواملو له امله  چې مخه نیول  ئې ممکن دي ، کایو یو سل اوه شپيته نوزیږی ما شومان مړۀ کیږي.

راپورونه ښئ  اوده ډلې ګډون کونکو  دایټمي انرژۍ  له بازاره د روسیې د حذفولو لپاره یو ائیتلاف  جوړ کړ.

د چین خارجه وزارت په یوې خبرتیاکې لیکلي دي،چین د فلسطین او صهیونیسټي  رژيم  ترمینځ دمینځګړیتوب لپاره تیار دی .

 عربستان له سورئې سره د اړیکو د غوڅولو له دولس کلن ځنډ وروسته  بلاخره خپل خارجه وزیر فیصل بن فرهان دمشق ته ولیږۀ او د سورئې له ولسمشر بشار اسد سره ئې لیده کاته وکړل.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف  په اسلام اباد کې د اسلامی هیوادونو سفیرانو  ته د روژماتي په دستورو کې  په خپلوڅرګندونو کې ووئيل،د روژې په مبارکې میاشتې کې  د ایران د اسلامی جمهوریت  او عربستان دوو وروڼو  او مسلمانو هیوادونو ترمینځ  د اړیکو احیاءډیره خوښه خبره ده او  تهران او ریاض ته د دواړو هیوادونو  دپلاؤ تګ راتګ  د سیمې لپاره د سولې او امید پیغام لري. هغه پخپلې وینا کې ووئيل ، دروژې مبارکه میاشت د اسلامی  نړۍ لپاره خیر او برکت دی او ډير خوښ یوو چې  په دغو شپو ورځو کې د د وو  اسلامی هیوادونو ترمینځ د روغې جوړې ځیرې آورو.درست  اسلامی هیوادونه باید پخپلو کې سره اختلافات څنګةکړي او په خبرواترو اوډيپلوماټيکو  اړیکو سره  دغه خپل  مینځي اختلافات  چې جزئې کیدلی شي، ختم کړي.

کره راپورونه ښئ  په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په سر ددغې اروپائي پوځي موسیسې په غړو کې اختلافات رابرسیره شوي دي .

  اوس هم راګرځو ځینو نړیوالو  خپرونو ته چې د افغانستان په اړه ئې لیکنې کړي دي  او مونږ هم له انټرنیټه راخستي او له تاسو سره ئې شریکوو،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو خپرونو خپل دریځونه دي.

د برېتانیا انډېپنډنټ ورځپاڼې د ملګرو ملتونو او طالبانو تر مینځ پر روان جنجال یو مطلب خپور کړی دی.

وړاندې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر اکیم اشتاینر په حواله ویل  شوي دي، که چېرته طالبان په دې سازمان کې د ښځو پر کار بندیز لرې کولو ته قانع  نه کړئ شي،نو دا سازمان به مجبوره شي چې د مئ په میاشت کې له افغانستانه د وتلو خواشینوونکې پرېکړه وکړي.

طالبانو د اپریل میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې په ننګرهار کې له کار کولو منعه کړې او دغه پرېکړه د دې سبب شوه چې دا ماموریت په افغانستان کې د خپل کار اغېزمنتوب تر مئ میاشتې پورې وڅېړي.

ملګرو ملتو ویلي،د طالبانو له‌خوا د ښځو پر کار بندیز به میلیونونه اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو اغېز وکړي.

د انډېپنډنټ په ټکو،که څه هم طالبانو د تېر ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له رسېدو وروسته ژمنه کړې وه چې د ۱۹۹۰ کلونو په نسبت به معتدل وي، خو د ورځپاڼې په ټکو بیا یې پر ښځو پر کار سخت محدودیتونه لګولي او له شپږم ټولګيو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې لا هم تړلې پاتي دي.

همدارنګه د پوهنتونو دروازې هم د نجونو پر مخ تړلي دي او ښځې عمومي حمامونو، تفریحي پارکونو او ورزشي کلپونو ته نشی تللئ.

طالبانو ښځې په غیر دولتي کورنیو او بهرنیو مؤسسو کې هم له کار کولو راګرځولې دي.

     انفو مایګرانټ خپرونې بیا د "پرو ازول" په نوم د پناه غوښتونکو د ملاتړ یو سازمان غوښتنې ته کتنه کړې چې، ویلي يې دي جرمني باید د افغانو پناه غوښتونکو د منلو پروګرام تغیر کړي.

د جرمني حکومت د نوي پروګرام پر اساس، هره میاشت به زر تنه هغه افغانان چې له خطرې سره مخامخ دي له کورنیو سره یو ځای دې هېواد ته انتقال شي، خو د پناه غوښتونکو د ملاتړ "پرو ازول" سازمان بیا نیوکه کوي چې متقاضیان نه‌شي کولی په مستقیم ډول دې پروګرام ته نوم‌لیکنه وکړي، بلکې د نوم‌لیکنې پروسه بیا د تعین شویو سازمانو له‌خوا ترسره کېږي.

وړاندې لولو،چې د جرمنې د پناه غوښتونکو دغه پروګرام یوازې په افغانستان کې هغو متقاضیانو ته مختص شوی دی چې د افغانستان دننه دي، په داسې حال کې چې زیاتره هغه افغانان چې له خطر سره مخامخ دي د ځان د ژغورنې لپاره یې نورو هېوادونو په ځانګړې ډول پاکستان ته پناه وړې ده.