ټوله نړۍ له امریکا کرکه او نفرت لري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وویل ټوله نړۍ له امریکا نفرت لري.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر« سلیمان سویلو» په دې خبرې سره چې اروپايي هیوادونه د واشنګټن په مهرو او لاسپوڅو بدل شوي دي وویل امریکا خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی او ټوله دنیا له امریکا څخه نفرت لري.
سلیمان سویلو په نړۍ باندې د لویدیځو هیوادونو د سلطې ځوړتیا ته په اشارې سره وویل نور د اروپا په نوم کوم شی نشته او لویدیځه نړۍ هم نور له بشپړه واکمنۍ برخوره نه ده.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر په اروپا او امریکا کښې د ډیموکراسۍ ډیرو مشکلاتو ته په اشارې سره وویل مونږ د اروپا او د امریکا له حقیقي څیرو څخه د پردې د لیرې کیدا کتونکي یوو په دې ډول چې په بریتانیا کښې هم په لنډه موده کښې درې لومړي وزیران په غیر ډیموکراټیکه او غیر جمهوري رودو سره بدل شول په داسې حال کښې چې لندن د ډیموکراسۍ ادعا کوي.
هغه په دې خبرې سره چې اروپا د امریکا پیروۍ کوي او په همدې دلیل د اروپايي هیوادونو مشران په دوامداره توګه د بې اعتباره کیدا په حال کښې دي وویل له دې سره سره هغوې هڅه کوي په ټوله دنیا باندې خپل کلتور او سیاستونه وروتپي.