ترکیې سوریه کې د داعش ډلې مشر ابو الحسین القرشي وژلی
زمونږ خبریال وايي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، هېواد یې په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې مشر ابو الحسین القرشي وژلی دی.
اردوغان دا خبرې له ټي ار ټي ترکیي تلوېزیون سره په مرکه کې کړې دي چې وايي د شنبې په ورځ "سوریه کې د ترکي استخباراتو له لوري د عملیاتو په لړ کې یاد کس په نښه شوی".
د ترکیې ولسمشر اردوغان روښانه کړه چې ترکي استخبارات له ډېر وخت راهیسې د القرشي څرک په لګولو پسې وو.
د ترکیې ولسمشر زیاتوي د دوی استخباراتو اېم ای ټي دا عملیات د شنبې په ورځ وکړل.
د سوریې سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا عملیات د سوریې-ترکیې پر پوله جندیرس ښار کې شوي دي.
اردوغان ویلي "د ترهګرو ډلو پرضد به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړو".
اردغان دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د اردوغان او د هغه د اصلي ټاکنیز سیال او د مخالف سیکولر ګوند مشر کمال کلیجدار اوغلو ترمنځ نظر پوښتنې کابو یو شان دي.
په پام کې ده چې ۱۴ ورځې وروسته به د ترکیې د ولسمشرۍ ټاکنې وشي او د اردوغان د سیاست تګلوری به پکې مالوم شي. اردوغان له نژدې ۲۰ کلونو راهیسې په واک کې دی.
داعش ډلې په تېره نومبر میاشت کې په جګړه کې د دغې ډلې د مخکني مشر ابو الحسن الهاشمي القرشي وژل کېدل تایید کړي وو.
وروسته ابو الحسین القرشي ځان خلیفه اعلان کړ.
د داعش ډلې ویاند هغه مهال ویلي وو، القرشي چې د عراق دی د (خدای له دوښمنانو سره جګړه) کې وژل شوی، خو د وژل کېدو نېټه او د جګړې څرنګوالی یې نه دی په ډاګه کړی.
داعش نومې ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د عراق او سوریې ګڼې سیمې ونیولې، خو وروسته یې په دواړو هېوادونو کې ماتې وخوړله.