چین له امریکا څخه د پرمختګ په حال کې دی
هیڅ دلیل نشته چې دجمهوری غواړي او ډیموکراټ دوه ګوندونه دلته او په کانګرس کې سره غونډ نشي او د چین حکومت ته په دغه مضمون سره یو پیاوړی پیغام ورکړي چې مونږ دملی امنیت سره د اړونده هڅې په ترسره کولو کې سره متحد یوو او د امریکا د رهبرۍ ساتنې ته ژمن یوو.
د امریکا په مشرانو جرګې کې د ډ يموکراټيک اکثریّتي لوري مشر چاک شومر له امریکا څخه د چین د مخکی کیدا داحتمال په باب خبرداری ورکړ .
فرانس پریس خبری آژانس راپور ورکړ، د امریکا په مشرانو جرګې کې دډيموکراټيک اکثریتي لوري مشر چاک شومر بیګا دخبل ګوند دمسئولانو او فعالانو په ټول کې ووئيل، مهم ټکی دا دی چې وخت د مونږ په ګټه نه تیریږي ، بیجینګ هره ورځ هڅه کوي،څو له امریکا په هر ډګر کې مخکې شي.
شومر زیاته کړه ، هیڅ دلیل نشته چې دجمهوری غواړي او ډیموکراټ دوه ګوندونه دلته او په کانګرس کې سره غونډ نشي او د چین حکومت ته په دغه مضمون سره یو پیاوړی پیغام ورکړي چې مونږ دملی امنیت سره د اړونده هڅې په ترسره کولو کې سره متحد یوو او د امریکا د رهبرۍ ساتنې ته ژمن یوو.
د چاک شومر دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې هغه او د هغه همکارانو بیګا وئيلي دي ،نیّت لری له چین سره د امریکا د اقتصادي سیالۍ دقدرت دپیاوړتیا لپاره یو جامع او دوه ګو ندي پلان برابر کړي.