د سوډان د انتقالی شورا مشر ددغه هیواد دچټک غبرګون ځواک قوماندان د شورا له مرستیالۍ ګوښه کړ
په سوډان کې له درستو خبرواترو او مینځګړیتوبونو سره سره ، په دغه هیواد کې سیاسی ترنیګلتیاوې او جنګ هماغه شان دوام لري. او د دواړو لورو دمرګ ژوبلو شمیر زرګونو تنو ته رسیدلی دی او د حل لارې هیڅ درک هم نه لګیږي.
تسنیم خبری اژانس راپو رراکړ، د سوډان دانتقالي حاکمیّت شورا د ېوې اعلامیې په خپرولو سره ووئیل، د شورا مشر عبدالفتاح البرهان د چټک ځواک په محدودولو کې پخپل نوی اقدام کې محمدحمدان دقلو( حمیدتي) دسوډان د انتقالی حاکمیّت د شورا له مرستیاللۍ ګوښه کړ او ددغې شورا غړی مالک عقار ئې د شورا مرستیال مشر په توګه منصوب کړ.
په سوډان کې د قدرت په سر د وسلوالو نښتو څه دپاسه یوې میاشتې په تیریدا سره عبدالفتاح همداراز د چټک غبرګون ځواک او د هغو د متحدانو دبانکي حسابونو دتړلو حکم هم صادر کړ. ددغه هیواد د مرکزی بانک مشر ئې له څوکۍ لیرې کړ او څلور لوړپوړي افسران ئې چې د چټک غبرګون ځواک سره ئې ملګرتیاؤ ته دوام ورکړی ؤ هم ریټایرډ کړل.