المان هېواد کې د جګړې پر ضد لاریون ترسره شو
(last modified Mon, 22 May 2023 02:37:59 GMT )
May 22, 2023 07:07 Asia/Kabul
  • المان هېواد کې د جګړې پر ضد لاریون ترسره شو

د المان هېواد په فرانکفورت ښار کې په سلګونو کې د جګړې پر ضد لاریونونه وکړ.

د المان هېواد په فرانکفورت ښار کې په سلګونو کې د جګړې پر ضد لاریونونه وکړ.

د ایران د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، مظاهره چیانو په لاسونو کې د "جګړې پر ځای ډیپلوماسۍ" او "تاسو د ناټو او اوکراین له امله جرمني تباه کوئ" شعارونه درلودل.

لاریونوالو له الماني چارواکو وغوښتل چې د سولې د خبرو د پیلولو لپاره هڅې وکړي او اوکراین ته د وسلو په استولو سره د شخړو زیاتېدو مخه ونیسي.

د اوکراین جګړه له خپلو ټولو پراخو سیاسي، پوځي، اقتصادي، ټولنیزو او حتی کلتوري پایلو سره په ۱۶مه میاشت لا هم دوام لري او لودیځ هېوادونه د جګړې د دوام لپاره اوکراین ته وسلې ورکوي.

اروپايي او لوېديځو هېوادونو په تېره بيا امريکا د روسيې پر ضد د بنديزونو په زياتولو او کييف ته د هر ډول سپکو او درنو وسلو په استولو سره، نه يوازې دا چې په اوکراين کې د جګړې د پای ته رسولو په لور ګام نه دی پورته کړی، بلکې د جګړې د پای ته رسولو لاره يې هم تېزه کړې ده، ترڅو په دې هېواد کې د جګړو اور بل وساتي.

روسي چارواکو او ځینو غربي کارپوهانو او رسنیو د اوکراین جګړه د لویدیځ او روسیې تر منځ د نیابتي جګړې په توګه یاده کړې ده.

روسیې په وار وار ویلي چې اوکراین ته د لوېدیځو وسلو استول به یوازې په دغه هېواد کې شخړه اوږده کړي او نه اټکلېدونکې پایلې به ولري.