روسیه د اوکراین په جنګ له بریا پرته مذاکره نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i133696-روسیه_د_اوکراین_په_جنګ_له_بریا_پرته_مذاکره_نه_کوي
د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول وویل چي روسیه د اوکراین په جنګ کې د بریا پرته خبرو اترو ته نه تیاریږي.
(last modified 2023-05-30T07:47:57+00:00 )
May 30, 2023 12:15 Asia/Kabul
  • روسیه د اوکراین په جنګ له بریا پرته مذاکره نه کوي

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول وویل چي روسیه د اوکراین په جنګ کې د بریا پرته خبرو اترو ته نه تیاریږي.

د ایرنا له راپور سره سم، د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول جوزپ بورل تېره شپه رسنیو سره په خبرو کې وویل: د راتلونکي دوبي لپاره د هغو پېښو په وړاندې چي په اوکراین کې به تر سره شي، خوشبین نه یم.

هغه زیاته کړه: مونږ په ښکاره توګه وینو چي روسیه د اوکراین په جنګ د بریا په لټه کې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال په دې وروستیو کې ویلي چي ناټو سره  د اوکراین نه پیوستون د سولي له شرطونو څخه دی.

له بلې خوا څخه بیا اوکراین په دې وروستیو کې په ایران باندې روسیې ته د وسلو د ورکړې تور بیا ځلې مطرح کړي او د دې هیواد پارلمان په ایران باندې اوږدمهاله بندیزونه لګولي دي.

اوکراین په داسي حال کې په ایران باندې بندیزونه لګولي چي د ایران خارجه وزیر عبداللهیان د ملګرو ملتونو له مرستیال مارتین ګریفیتس سره په کتنه کې وویل: ایران د اوکراین په جنګ له هیڅ یوه لوري سره مرسته نه کوي، جنګ د حل لاره نه بولي او د اوکراین د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی کوي.