ایا جرمني به اوکراین ته  لیري واټن ویشتونکې توغندی ورکړي؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i133822-ایا_جرمني_به_اوکراین_ته_لیري_واټن_ویشتونکې_توغندی_ورکړي
د جرمني دفاع وزارت اعلان وکړ چي برلین لاهم اوکراین ته د ټاروس لیري واټن ویشتونکي توغندی د ورکړې په هکله پرېکړه نه  ده کړې او د کی یف غوښتنې ته ځواب نه  دی ویلی.
(last modified 2023-06-02T05:38:43+00:00 )
Jun 02, 2023 10:04 Asia/Kabul
  • ایا جرمني به اوکراین ته  لیري واټن ویشتونکې توغندی ورکړي؟

د جرمني دفاع وزارت اعلان وکړ چي برلین لاهم اوکراین ته د ټاروس لیري واټن ویشتونکي توغندی د ورکړې په هکله پرېکړه نه  ده کړې او د کی یف غوښتنې ته ځواب نه  دی ویلی.

د ایرنا له راپور سره سم، د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریوس رسنیو ته وویل: مونږ په دغه مساله کې له احتیاط څخه کار اخلو، زمونږ دریځ نه دی بدل شوی.

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز تېره ورځ د ټاروس لیري واټن ویشتونکی توغندی په هکله دخبریالانو په ځواب کې وویل: برلین په راتلونکې کې کولایشي د هوایي دفاع سیسټمونه او هغه سازوسامان چي له دې مخکې اوکراین ته ورکول شوي وې، تامین کړي.

د جرمني د صدراعظم خبرې په دې معنا ده چي برلین به د هغو وسلو ورکولو ته دوام ورکړي، چي له دې مخکې یې اوکراین ته ورکړي وي، یعني جرمني لا تر اوسه اوکراین ته د نویو او خطرناکه وسلو د ورکولو پرېکړه نه ده کړي.

جرمني رسنیو تېره اوونۍ اعلان وکړ چي اوکراین له جرمني څخه د ټاروس لیري واټن ویشتونکو توغندیو په شمول د داسي وسلو غوښتنه  کړې ده چي په هغه سره د روسیې د خاورې د ویشتلو وړتیا پیدا کړي.