د چین ۳۷ جنګي الوتکو زمونږ هوایي حریم نقض کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134092-د_چین_۳۷_جنګي_الوتکو_زمونږ_هوایي_حریم_نقض_کړی_دی
د ټایوان دفاع وزارت اعلان وکړ چي د چین پورې اړوند ۳۷ جنګي الوتکې نن سهار د ټایوان هوایي حریم ته ننوتلي دي.
(last modified 2023-06-08T02:41:36+00:00 )
Jun 08, 2023 07:09 Asia/Kabul
  • د چین ۳۷ جنګي الوتکو زمونږ هوایي حریم نقض کړی دی

د ټایوان دفاع وزارت اعلان وکړ چي د چین پورې اړوند ۳۷ جنګي الوتکې نن سهار د ټایوان هوایي حریم ته ننوتلي دي.

د ایرنا له راپور سره سم، د ټایوان د دفاع وزارت په خپله ویب پاڼې کې اعلان وکړ چي د ټایوان او د پېسېفیک سمندر د پاسه د ټایوان هوایي حریم ته ورننوتلي دي.

ټایوان همدارنګه ادعا کړې ده چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴ چینایي جنګي کښتۍ هم د ټایوان چارچاپېر ته ورنژدې شوي دي.

د ټایوان دفاع وزارت اعلان وکړ چي وسله وال ځواکونه یې تیارسئ حالت کې دي او جیټان یې په هوا کړي، جنګي کښتۍ ګزمې پیل کړي او توغندوي دفاعي سیسټمونه هم چمتو شوي دي.

دا په داسي حال کې دی چي د چین او روسیې هوایي ځواکونو د اسیا او اقیانوسیې په سیمو کې ګډې هوایي مانورې تر سره کړي دي.