مسکو:
د روسیې په دفاعي کرښو د اوکراین عملیات ماته خوړلې ده
د روسیې یو جګپوری چارواکی ویلي چي اوکرایني ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶ ځلې د روسیې په دفاعي کرښو په برید سره، د هغو دماتولو هڅه کړې لیکن عملیات یې ماتې سره مخ شوی دی.
د ایرنا له راپور سره سم، په اوکراین کې جګپوری روسي چارواکې ولادیمیر روګوف رسنیو ته ویلي چي اوکرایني ځواکونو ۶ ځلې بریدونه کړي څو د روسیې دفاعي کرښو کې نفوذ وکړي لیکن بریدونه شنډ شوي او عملیات یې ماته خوړلې ده.
هغه وویل: اوکرایني ځواکونه له سختو مرګژوبلو سره مخ او په شا وتمبول شول.
روګوف زیاته کړه: د روسیې فوځ په هوایي او توپونو سره، اوکرایني ځواکونه په نښه کړي دي.
تېره ورځ د روسیې ولسمشر پوتین هم ویلي وه چي د اوکراین فوځي عملیات پیل شوی خو ماته خوړلې او خپلو موخو ته نه دی رسېدلی.
د اوکراین حکومت له څو میاشتو مخکې نه په روسیې ځواکونو باندې د برید لپاره د پلان په چمتو کولو لګیا وه او د یوه لوی عملیات په موخه یې له امریکا او غربي هیوادونو څخه ډول ډول وسلې تر لاسه کړې دي.