لویدیځ د ویانا نړیوالې ایټمي خبراترې سیاسی کړي دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134362-لویدیځ_د_ویانا_نړیوالې_ایټمي_خبراترې_سیاسی_کړي_دی
په ویانا کې د ددیره نړیوالو اورګانونو کې  د روسیې دایمی سفیر د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد  دبندیزونو دلغوه  کونکو خبرو اترو له حده زیاته په سیاسی  کولو کې  دلودیځ کړچار  ماته خوړلی وبالۀ.
(last modified 2023-06-13T10:49:36+00:00 )
Jun 13, 2023 14:41 Asia/Kabul
  •  لویدیځ د ویانا نړیوالې ایټمي خبراترې سیاسی کړي دی

په ویانا کې د ددیره نړیوالو اورګانونو کې  د روسیې دایمی سفیر د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد  دبندیزونو دلغوه  کونکو خبرو اترو له حده زیاته په سیاسی  کولو کې  دلودیځ کړچار  ماته خوړلی وبالۀ.

فارس  خبری آ ژانس راپور ورکړ،په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د روسیې سفیر او دایمي استازي میخائيل اولیانوف پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  لیکلي دي ،لویدیځوالو تر هغه ځایه چې  ممکنه وه ، دویانا نړیوالې ایټمی خبرې اترې  سیاسی کړي دي او همدااوس  پوهه شوي چې  دغه شان سیاست د هغوي د ګټو په لړ کې نه دی.

اولیانوف زیاته کړې ده ،  دمونږ دریځ  له خپل سیاست سره اړوندوالی لري ،که ضرورت شو نو ځواب به ورکړو.د روسیې دغه لوړپوړي ډيپلوماټ همداراز د  متمدنه نړۍ او لویدیځ له یوه بل سره په تضاد کې وبلل او وې وئيل، دلویدیځ ټکی له تمدن سره مترادف نه دی.

د امریکا  ولسمشر جوزف بایډن  ډيموکراټ حکومت واک  ته له رسیدا وروسته  د ایران او ۵+۱ ډلې ترمینځ له جامعې نړیوالې ايټمي موافقې څخه د وتلو لپاره د امریکا د پخواني حکومت یو اړخیز اقدام  محکوم کړ ،خو  هماغه شان  ئې د ډونالډټرمپ د کرغیړن حکومت د زیاتره دباؤ سیاستونو ته دوام ورکړیدی او  د تهران په ضد ئې نوي بندیزونه هم لګولي دي.د ایران اسلامی جمهوریت ټينګار کوي،که امریکائي لوری حقیقت پال عمل وکړي ، نو  یوې ښې نړیوالې موافقې ته درسیدا  امکان شته دی.