ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134404-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ورځپاڼو ته د کتنې له پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Jun 14, 2023 09:45 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ورځپاڼو ته د کتنې له پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

په پیل کې به د ایران او وروسته به تاسو ته د افغانستان ورځپاڼې وړاندې شي.

د ایران اړوند ورځپاڼې:

کیهان ورځپاڼه:

د ایران او ونزویلا ترمنځ د همکارۍ ۱۹ سندونه لاسلیک شوي

==============

د "مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، انرژۍ، بیمې، سمندري ټرانسپورټ، لوړو زده کړو، کرنې، طب او درملو، کلتوري تبادلې او همدارنګه د کانونو د همکارۍ پراختیا" په برخو کې همکاري او ګډون.

د ایران ولسمشر، چې د نیکولاس مادورو په رسمي بلنه او د یوه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ "ونزویلا" ته تللی، د دغه هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د خپل ونزویلايي سیال لخوا یې تود هرکلی وشو.

"نیکولاس مادورو" د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ته د ونزویلا د ملي اتلولۍ مډال (د ونزویلا د آزادۍ د ښځو او نارینه وو لپاره د لومړۍ درجې مډال) ورکړ او بیا د ایران او ونزویلا ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د سندونو د لاسلیک مراسم ترسره شول. په دې کتنه کې چې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو او لوړ پوړو چارواکو په حضور کې ترسره شوه، د همکاریو ۱۹ سندونه او تفاهم لیکونه لاسلیک شول.

 ښاغلی رئیسي له مادورو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: د ایران ملت د ونزویلا د سختو ورځو ملګری دی. دواړه هېوادونه په بېلابېلو برخو کې د اړيکو د پراختيا هوډ لري. د ایران او ونزویلا ترمنځ د سوداګرۍ اندازه به په لومړي ګام کې ۱۰ میلیارده ډالرو او په دویم ګام کې ۲۰ میلیارده ډالرو ته لوړه شي.

"مادورو" په ونزویلا کې د امریکا د سایبري برید د کشفولو لپاره د ډګر جنرال شهید حاج قاسم سلیماني د ستاینې په ترڅ کې وویل چې موږ به د هغه د سر مجسمه د لاتینې امریکا د آزادۍ د انقلابونو د مشر سایمن بولیوار په قبر کې نصب کړو.

//////////////////

کیهان ورځپاڼه:

نتانیاهو: زموږ ۹۰ سلنه امنیتي ستونزې له ایران څخه دي!

==========

د صهیونیسټي رژیم لومړی وزیر وايي د دغه رژیم ۹۰ سلنه امنیتي ستونزې د ایران او د هغه د اړوندو ځواکونو له خوا رامنځته کېږي .

د صهیونیسټي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پرون د سه شنبې په ورځ د کنیسټ د امنیتي او بهرنیو اړیکو د کمېټې په غونډه کې د دې په بیان سره چې د دغه رژیم  ۹۰ سلنه امنیتي ستونزې د ایران له خوا رامنځته کیږي ټینګار وکړ،  هر ډول تړون چې امریکا د اټومي پروګرام په اړه له ایران سره لاسلیک کوي دا به د تل ابیب لپاره د اجرا وړ نه وي.

د سپوتنیک عربي خبري آژانس د والال خبري سایټ په حواله ویلي، چې نتانیاهو ادعا کړې: تر ۹۰ سلنې زیات زموږ امنیتي ستونزې، د ایران د اسلامي جمهوریت او د دغه هېواد د نیابتي ځواکونو له خوا دي.

له ایران سره هر ډول تړون به اسرائیل مکلف نه کړي او موږ به د خپل ځان دفاع لپاره هرڅه ترسره کړو.

سپوتنیک لیکي، د نتانیاهو دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راځي چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مسئلې په اړه د غیر مستقیمو خبرو او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې راپورونه خپاره شوي دي.

نتانیاهو په داسې حال کې د دغه رژیم د امنیتي ستونزو په اړه خبرې کوي چې د هغه د قضایي اصلاحاتو د ستر پلان له امله نیول شوی فلسطین له څو میاشتو راهیسې په کړکېچ او لارو کوڅو کې په لاریونونو اخته دی، تر دې چې د دغه رژیم یو شمېر لوړ پوړو سیاستوالو د کورنۍ جګړې او د د تل ابیب د حکومت د ړنګېدو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

////////////////

جمهوري اسلامي ورځپاڼه:

د هلمند له سیند څخه د اوبو حق په تړاو طالبانو ته د ایران د پارلمان د ۲۰۰ غړو خبرداری

=========

د ایران د پارلمان غړي: د ایران د ابو حق د اجرا په تړاو هرډول مخنیوی د ایران د ملت له حق څخه سرغړونه او له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده.

د افغانستان واکمنان پوه شي چې د نامناسبو او غیر ډپلوماتیکو ادبیاتو د کارولو پرځای، هرڅومره ژر د ایران د اوبو حق په تړاو ګام واخلي او اجازه ورنه کړي چې د دواړو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو اړیکي تر دې خرابې شي.

د سیستان خلکو لپاره شرایط دومره خراب دي، که تر درېیو میاشتو پوري سیمې ته اوبه ونه رسېږي باید د هېواد په ختیځ کې د یوه انساني ناورین په تمه و اوسو.

//////////////////

جمهوري اسلامي ورځپاڼه:

په اماراتو کې له آلمان، فرانسې او انګلیستان سره د ایران مذاکرات

==============

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له آلماني، انګلیسي او فرانسوي لورو سره د خپلو مذاکراتو خبر ورکړی دی.

علي باقري په خپل ټویتر کې لیکلي: له سیمه ایزو او نړیوالو لورو سره د ډپلوماتیکو خبرو په دوام، له خپلو آلماني، فرانسوي او انګلیسي  سیالانو سره مو په ابوظبي کې لیدنه کړې او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مو خبرې وکړې.

تېره ورځ علي باقري اماراتو ته له خپل سفره خبر ورکړی وو. هغه په یوه ټویټ کې لیکلي وو: د ګاونډیتوب سیاست د ټینګښت په چوکاټ او له ګاونډیو سره د سیاسي خبرو په دوام، اماراتو ته مې سفر کړی، ترڅو د دوه اړخیزو همکاریو او د سیمه ایزو مسائلو د څېړنې په اړه د دې هېواد له چارواکو سره خبرې وکړم.

////////////////////

د افغانستان اړوند ورځپاڼې:

مسیر ورځپاڼه:

ناروې کې د افغانستان په اړه غونډه رابلل شوې ده

=============

په ناروې کې د افغانستان د وضعیت په هکله د اوسلو غونډې په نوم یوې ناستې په کار پېل وکړ.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انېکن هویټفلډ ویلي چې په دغې غونډه کې د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوي او ځينې مدني فعالان ګډون لري او ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې د سرپرست حکومت کړنې وڅېړل شي.

مېرمن هویټفلډ ویلي چې دا غونډه د اوسلو او کابل په ګټه ده. تمه کېږي، چې په دې غونډه کې له نړۍ سره د سرپرست حکومت کړې ژمنې هم وارزول شي.

بل خوا، په دې غونډه کې په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي د دفتر مشر د سرپرست حکومت د استازي حضور او د افغانانو د بشري ستونزو په تړاو خبرې ښه او مهم اقدام بولي.

په دې غونډه کې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف علي خان درانی ګډون کوي.

/////////////////

مسیر ورځپاڼه:

ایران ۱۵ نور افغان بندیان سرپرست حکومت ته وسپارل

================

په تهران کې د افغانستان سفارت او په زاهدان کې د افغان کنسولګرۍ د چارواکو د هڅو په پایله کې د ایران د زاهدان د الغدیر توقیف خونې څخه ۱۵ تنه نور افغان بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شول.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه کسان د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله، څه موده وړاندې نیول شوي وو، چې اوسمهال آزاد او په نیمروز کې د بهرنیو چارو وزارت استازولۍ سرپرست ته وسپارل شول. د يادونې وړ ده، چې په تېرو دوو میاشتو کې ۱۷۷ بندیان نور هم په پنځو پړاوونو کې خوشې او افغانستان ته راستانه شوي.

//////////////////////

اطلاعات روز ورځپاڼه:

دلاور: چينايي شرکت بايد نور د مس عينک کان استخراج ونه ځنډوي

================

د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت وايي، چې د دې وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور له چينايي شرکت «ام سي سي» سره چې د لوګر د مس عينک کان د استخراج چارې يې په قرارداد اخيستي، ليدلي او ويلي چې ياد شرکت بايد نور د دې پروژې عملي کار ونه ځنډوي.

د طالبانو د کانونو وزارت د خبرپاڼې په وينا، دا ليدنه پرون (دوشنبه، ۲۲ د غبرګولي) شوې او د چينايي شرکت مرستيال د مس عينک پروژې د کار د تطبيق او کار پېلولو لپاره د طرحې او برنامې په اړه خبرې کړي او په دې لړ کې يې د دې پروژې د سړک پخولو، د لرغونو آثارو د انتقال، شته ننګونو او د هغو د حل يادونه کړې ده.

د طالبانو د کانونو وزارت سرپرست ويلي، چې دې وزارت له قرارداد سره سم خپل ټول مسئوليتونه پوره کړي او قراردادي شرکت بايد تر دې زيات وخت د مس عينک پروژې عملي چارې ونه ځنډوي.

د طالبانو کانونو وزارت زياته کړې، چې له مس عينک ساحې څخه د لرغونو آثارو د انتقال لپاره د دې وزارت، اطلاعاتو او کلتور وزارت او «ام سي سي» شرکت يوه ګډه کمېټه جوړه شوې ده.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې د قراردادي شرکت د مرستيال په وينا ليکل شوي، چې له عينک سيمې څخه د لرغونو آثارو تر انتقال وروسته به د پروژې عملي چارې پېل شي.

مس عينک کان د افغانستان په کچه تر ټولو ستر د مسو کان دی او د نړۍ په کچه د مسو دویم لوی کان حسابیږي. دا کان د لوګر ولايت په محمدآغې ولسوالۍ کې دی.

د دې کان د استخراج تړون د ۲۰۰۸ کال پر مهال د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان د پخواني دولت له لوري له يوه چينايي شرکت سره لاسليک شو.

دا تړون چې د ۳۰ کلونو لپاره دی، د قرارداد له مخې بايد د استخراج عملي چارې د تړون تر لاسليک پنځه کاله وروسته پېل شوې وای؛ خو د ۱۵ کلونو تر تېرېدو وروسته لا هم د دې پروژې د عملي پېل په اړه کوم خبر نشته.

/////////////////////

هشت صبح ورځپاڼه:

طالبانو په هرات کې درې تنه اعدام کړل

================

په هرات ولایت کې سیمه ایزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو لخوا درې تنه، د جنسي تېري او قتل په تور، قصاص شول.

طالبانو دغه کسان پرون سه شنبه (د غبرګولي په ۲۳ مه) د هرات په زاول ولسوالۍ کې (قصاص) کړي دي.

دغه کسان پر یوې امیندواره مېرمنې د جنسي تېري او د هغې د ماشومانو په وژلو تورن بلل شوي.

د وژل شويو کسانو د هويت په اړه معلومات نشته، خو سرچينې وايي، چې ټول د همدې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه کسانو  د شنبې په ورځ (د غبرګولي په ٢٠ مه) په یوه حامله ښځه جنسي تيري کړى او وروسته يي همدغه میرمن او دوه ماشومان وژلې.

له هغې پېښې وروسته درې تنه، د طالبانو له خوا ونيول شول او پرون (د غبرګولي په ٢٣مه) په ډزو ووژل شول.

په هرات ولايت کې طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

د تېر کال په پای کې هم یو کس په فراه کې د طالبانو لخوا، د قتل په تور «قصاص» شوی و.

////////////////

شریعت ورځپاڼه:

د افغانستان بانک عمومي رئیس: له معتبرو نړیوالو کمپنیو سره د بانکنوټونو د چاپ نوي تړونونه لاسلیک شوي

===========

د طالبانو د رياست الوزرا سرپرست او سیاسي مرستیال پرون د افغانستان بانک له عمومي رئیس هدایت الله بدري سره وکتل.

بدري په دغه کتنه کې د افغانستان بانک د وروستیو لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا سرپرست ته مالومات ورکړل او ویې ویل چې د افغانۍ ارزښت ساتلو لپاره مهم ګامونه اخیستل شوي او په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو ستونزې هم هوارې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له معتبرو نړیوالو کمپنیو سره د بانکنوټونو د چاپ نوي تړونونه لاسلیک شوي، چې په لوړ کیفیت به افغانۍ چاپ کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو ریاست الوزرا سرپرست او سیاسي مرستیال د افغانۍ ارزښت ساتلو له امله د افغانستان بانک د مسئولینو هڅې وستایلې او وویل چې د افغانستان بانک د افغانۍ د ارزښت ساتلو برخه باید کاري لومړیتوب وګرځوي او همداشان پولي سیاستونه له معیارونو سره سم په تخصصي ډول ترسره کړي.

/////////////////