یونان کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۷۹ کډوال وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134448-یونان_کې_د_کښتۍ_ډوبېدو_پېښه_کې_۷۹_کډوال_وژل_شوي
یونان هېواد ته نږدې په سمندر کې د کډوالو د لیږد یوه کښتۍ ډوبه شوې چې په کې ۷۹ کسان وژل شوي او سلګونه نور لادرکه دي.
(last modified 2023-06-14T23:43:13+00:00 )
Jun 15, 2023 04:11 Asia/Kabul
  • یونان کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۷۹ کډوال وژل شوي

یونان هېواد ته نږدې په سمندر کې د کډوالو د لیږد یوه کښتۍ ډوبه شوې چې په کې ۷۹ کسان وژل شوي او سلګونه نور لادرکه دي.

یونان هېواد ته نږدې په سمندر کې د کډوالو د لیږد یوه کښتۍ ډوبه شوې چې په کې ۷۹ کسان وژل شوي او سلګونه نور لادرکه دي.

د بهرنیو خبري اژانسونو د خبر له مخې دغه پېښه د یونان په پیپلوپونیز سیمه کې رامنځته شوې او یاد کډوال له لیبیا څخه ایټالیا ته پر لاره وو.

چارواکو ویلي دغه کښتۍ چې له ۶۵ څخه تر سل فوټه پورې اوږده ده، په کې ۷۵۰ تنه مسافر سپارو چې له ډلې ۱۰۴ تنه ژغورل شوي، ۷۹ وژل شوي او سلګونه نور اوس هم لادرکه دي.

یوناني چارواکي وايي په کښتۍ کې سپاره اکثره مهاجر د مصر، سوریې، افغانستان او پاکستان دي.