روسي ښاریز دې  افغانستان ته له سفره ډډه وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134504-روسي_ښاریز_دې_افغانستان_ته_له_سفره_ډډه_وکړي
د افغانستان په چارو کې د  روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي  په افغانستان کې د ترهه ګرو ډلو دفعالیتونو  دپراختیا په باب په خبرداری ورکلوو سره  پر روسانو غږ کړی ، افغانستان ته دې له سفره ډډه وکړي.
(last modified 2023-06-17T04:31:50+00:00 )
Jun 17, 2023 01:56 Asia/Kabul
  • روسي ښاریز دې  افغانستان ته له سفره ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې د  روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي  په افغانستان کې د ترهه ګرو ډلو دفعالیتونو  دپراختیا په باب په خبرداری ورکلوو سره  پر روسانو غږ کړی ، افغانستان ته دې له سفره ډډه وکړي.

د روسیې د خارجه و زارت ویندوئې ماریازاخارووا  هم د پنجشنبې په ورځې  وئیلي و،، داعش په افغانستان کې  د بهرنیو  ځواکونو په مرستې سره  دمینځنۍ آسیا  دامنیت اوثبات په کمزوري کولو پسې دی.

د روسیې  خارجه  وزیر سر ګئ لاؤروف  هم دې اونۍ مخکې  تاجیکستان ته په سفر کې  مستقیما  امریکا په افغانستان کې دداعش او القاعدې  ملاتړې معرفي کړې ده. پرون د روسیې یوه بل چارواکي  هم  په افغانستان کې د ترهه ګرو ډلو د فعالیت د پراختیاپه باب په خبرداری ورکولو سره روسانو ته دغه هیواد ته د سفر په باب خبرداری ورکړ.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، ضمیر کابلوف په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ،  په افغانستان کې حالات ډير ترینګلي دي او ممکنه ده  غیر پوځي خلک  ځانونه د ترهه ګرو ډ لو په اور کې وویني . د افغانستان په چارو کې د ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي په دې خبرې په ټينګار سره چې  افغانستان ته دروسانو سفر باید د ضروري کارونو د ترسره کیدا لپاره  وي، دافغانستان حالات ئې  ترینګلي وبلل  او  بې له دې چې د  امریکا نامه واخلي وووئيل، بهرني اطلاعاتي ادارې  په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې مالی تامینیدا په غاړه لري  چې  حالات ورځ تربلې ورسره لا ترینګلي کوي.

 د افغانستان د ګاونډیو هیوادون وچارواکي په تیره بیا د دقزاقستان، قرقزستان او تاجیکستان  چارواکو   له افغانستان سره په ګډو پولو کې  ځینو تاؤتریخوالو ته په اشارې سره په کرتو  ددغه هیواد له خاورې د افراط پالو د حملو او د داعش د قدرتمنیدا په باب اندیښنې څرګندې کړي دي .