په نیجریا کې نښتې مرګژوبله اړولې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134652-په_نیجریا_کې_نښتې_مرګژوبله_اړولې
د نیجریا ځایي چارواکو اعلان وکړ چي د بزګرانو او مالدارو تر مینځ نښته کې ګن شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
(last modified 2023-06-19T09:41:05+00:00 )
Jun 19, 2023 14:10 Asia/Kabul
  • په نیجریا کې نښتې مرګژوبله اړولې

د نیجریا ځایي چارواکو اعلان وکړ چي د بزګرانو او مالدارو تر مینځ نښته کې ګن شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د نیجریا ځایي چارواکو اعلان وکړ چي د دې هیواد په مرکزي سیمو کې د بزګرانو او مالدارو تر مینځ په نښتو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي.

په تېرو اوونۍ کې د نیجریا په مرکز پلاتو کې د څارویو د ساتونکو یعني مالدارو او بزرګرانو تر مینځ د اوبو او د پراخو دښتونو په سر سختې نښتې رامینځ ته شوې دي.

اوس مهال د یاد ولایت په مختلفو سیمو کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

په تېرو دوو اونیو کې په نیجریا کې د بزګرانو او مالدارانو تر مینځ په نښتو کې له ۱۲۰ تنه زیات وژل شوي او له دریو زرو کورنیو زیات، بې ځایه شوي دي.

د بلې خوا څخه بیا د بوکوحرام ترهګره ډله هم په مختلفو سیمو کې په عامو وګړو بریدونه کړي او یو شمېر مالداران یې تښتولي دي.