روسیې په افغانستان کې د امریکا د جنګي جنایتونو د څېړلو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۳مه غونډه کې د روسیې پلاوي په افغانستان کې د امریکا له خوا د ترسره شویو جرمونو په اړه د معلوماتو د راټولولو او څېړنو د دوام غوښتنه وکړه.
د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، د روسیې ډیپلوماټ یاروسلاو یرمین په دغه کتنه کې وویل، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځیانو د خپل شل کلن شتون په وخت کې ترسره شوي جنګي جنایتونه یاد کړي.
د روسیې د پلاوي غړي ټینګار کړی، موږ په دې باور یو چې د معلوماتو د راټولولو او په افغانستان کې د امریکا او ناټو د جنایتونو د افشا کولو او همدارنګه د هغوی ښکاره کول مهم دي.
یاریومین ټینګار وکړ چې د افغانستان خلکو ته د بشردوستانه مرستو د سیاسي کولو لپاره د امریکا او د هغې د متحدینو هڅې او د ځینو ژمنو له پلي کېدو سره د هغوی تړل، د منلو وړ نه دي.
دغه روسي ډیپلومات ویلي، مسکو ډاډمن دی، چې یوازې په افغانستان کې اوږدمهاله سوله به د ټولې سیمې په ګټه پرمختګ کې مرسته وکړي.
یاریومین زیاته کړې، روسیې د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د ټولو مهمو قومي او سیاسي ډلو د ګټو په نظر کې نیولو سره د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو، له ترهګرۍ او د نشه يي توکو له قاچاق سره د مبارزې د پیاوړتیا او د افغانانو د اساسي حقونو او آزادیو د تضمین په برخه کې خپله ژمنه پوره کړي.