روسیې ته  د ۴۸ اسټرالیایي اتباعو پر ننوتلو بندیز
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134778-روسیې_ته_د_۴۸_اسټرالیایي_اتباعو_پر_ننوتلو_بندیز
د کانبرا په وړاندې د مسکو ضد اقدام؛ روسیې ته د ۴۸ استرالیايي اتباعو پر ننوتلو بندیز ولګاوه
(last modified 2023-06-21T23:54:22+00:00 )
Jun 22, 2023 04:23 Asia/Kabul
  • روسیې ته  د ۴۸ اسټرالیایي اتباعو پر ننوتلو بندیز

د کانبرا په وړاندې د مسکو ضد اقدام؛ روسیې ته د ۴۸ استرالیايي اتباعو پر ننوتلو بندیز ولګاوه

د کانبرا په وړاندې د مسکو ضد اقدام؛ روسیې ته د ۴۸ استرالیايي اتباعو پر ننوتلو بندیز ولګاوه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ماښام په یوه ځوابي اقدام کې اعلان وکړ چې د استرالیا له خوا د روسیې پر بنسټونو او اشخاصو د بندیزونو په غبرګون کې روسیې ته د ۴۸ استرالیايي اتباعو پر ننوتلو بندیز لګول شوی دی.

پر اوکراین د روسیې د پوځي برید له پیل راهیسې امریکا او متحدینو یې پر روسیې بندیزونه او فشارونه ډېر کړي دي چې په ځواب کې روسیې د دغو هېوادونو پر ډېرو چارواکو هم بندیزونه لګولي دي.

د ایرنا په وینا؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دا بندیزونه د استرالیا د حکومت لخوا د سیاسي انګېزو او د روسیې د اشخاصو او بنسټونو په وړاندې د لویدیځ د " روس‌هراسی" کمپاین سره سم د بندیزونو په ځواب کې دي.

تر دې مخکې استرالیا اوکراین ته د نورو بې پیلوټه الوتکو د استولو اعلان کړی و، خو د روسیې پر ۴۰ ادارو او ۹۰ کسانو نوي مالي بندیزونه ولګول.

اروپايي او لوېديځو هېوادونو په تېره بيا امريکا د روسيې پر ضد د بنديزونو په زياتولو او کييف ته د هر ډول سپکو او درنو وسلو په استولو سره، نه يوازې دا چې په اوکراين کې د جګړې د پای ته رسولو په لور ګام نه دی پورته کړی، بلکې د جګړې د پای ته رسولو لاره يې هم تېزه کړې ده.

د امریکا او اروپا د غلطو سیاستونو له امله په اوکراین کې د جګړې اوربل پاتې دی.