چین د امریکا سفیر احضار کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134806-چین_د_امریکا_سفیر_احضار_کړ
د چین د بهرنیو چارو وزارت په بیجینګ کې د امریکا سفیر احضار کړی او د امریکا د ولسمشر جوبایډن له خوا یې د دغه هېواد ولسمشر یو دیکتاتور بللو له امله یې ورته خپل سخت اعتراض څرګند کړی.
(last modified 2023-06-22T23:25:09+00:00 )
Jun 23, 2023 03:52 Asia/Kabul
  • چین د امریکا سفیر احضار کړ

د چین د بهرنیو چارو وزارت په بیجینګ کې د امریکا سفیر احضار کړی او د امریکا د ولسمشر جوبایډن له خوا یې د دغه هېواد ولسمشر یو دیکتاتور بللو له امله یې ورته خپل سخت اعتراض څرګند کړی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په بیجینګ کې د امریکا سفیر احضار کړی او د امریکا د ولسمشر جوبایډن له خوا یې د دغه هېواد ولسمشر یو دیکتاتور بللو له امله یې ورته خپل سخت اعتراض څرګند کړی.

د ایرنا د جمعې د سهار د راپور له مخې، چې د مارننګ سټار په حواله یې لیکلی وایي، د چین حکومت په بیجینګ کې د امریکا سفیر نیکولاس برنز د بایډن له څرګندونو وروسته د رسمي غندنې لپاره احضار کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماو نینګ هم د بایډن څرګندونې وغندلې او ټینګار یې وکړ: د امریکا د ولسمشر خبرې ډېرې بې بنسټه او غیر مسوولانه دي.

د ایرنا د خبر له مخې، بیجینګ ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن له مهم سفر او د کوربه هیواد د ولسمشر په شمول له لوړپوړو چینايي چارواکو سره د هغه له کتنې یوازې یوه ورځ وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه عجیبه بیان کې خپل چینايي سیال شي جین پینګ یوه دیکتاتور بللی دی.

بایډن د پنجشنبې په ورځ (په محلي وخت) د شي جین پینګ په وړاندې د خپلو څرګندونو دفاع وکړه او ویې ویل چې تمه لري په راتلونکي کې له خپل چینایي سیال سره وګوري خو په واشنګټن کې د چین سفارت د امریکا له حکومت څخه وغوښتل چې د دغو څرګندونو د منفي اغیزو د له منځه وړلو لپاره لازم او چټک اقدامات وکړي.

د همدې مسئلې په اړه په واشنګټن کې د چين د سفارت له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي: د چين حکومت او خلک به د چين د ولسمشر پر ضد هېڅ ډول پارونکې خبرې ونه مني او پرېکنده ځواب به ورکړي.

دې سفارت زیاته کړې، موږ له امریکا څخه غواړو چې د سمدستي اقداماتو په کولو سره د دې کلمو منفي اغیزې بې اغیزې کړي او خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي، که نه نو، هغه باید پایلې ومني.